په بلخ کې د ډبرو سکرو لپاره د معیاري مارکېټ او له نغلو بند سره د ۲۲ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پر طرحو بحث وشو

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱ - ۱۳:۰
photo_٢٠٢٣-١١-١٦

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د پانګونې کورنیو او بهرنیو شرکتونو له لوري د وړاندې شوو طرحو په اړه هراړخیز بحث وشو. دغې ناستې ته د پښتني بانک مخامخ د کابل ښاروالۍ اړوند ځمکه کې د دوه پوړیزې سوداګریزې ودانۍ جوړولو، په بلخ ولایت کې د ډبرو سکرو د بار او خالي کولو له پاره د عصري او معیاري ترمینل جوړولو، او د سروبي ولسوالۍ د نغلو په ساحه کې د ۲۲ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې وې.  یادې طرحې په پرنسیپ کې د پانګونې بین الوزارتي کمېټې له لوري تایید او د تخنیکي، اقتصادي او حقوقي ارزونې لپاره یې اړوند وزارتونو ته راجع کړې. دغه راز د ټولګټو وزارت له لوري د لویو لارو په اوږدو کې د لنډمهاله تمځایونو د جوړولو طرحې په اړه راپور وړاندې شو. یاده طرحه تایید شوه او اړوند وزارت ته دنده وسپارل شوه چې راتلونکي پړاوونه دې بشپړ او د پروژې د عملي چارو پیل په موخه دې یاده پروژه د منظورۍ له پاره اقتصادي کمیسیون ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۳:۴۱
Background image

د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن شنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په پنځمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې غونډه جوړه شوه. په غونډه کې د اړوندو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

په کابل ښار کې د استوګنیز ښارګوټي او سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې له سپاهي ګمنام څلورلارې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۰:۲۶
Background image

د سوداګریزو مارکېټونو او معلوماتي ټکنالوژۍ پارک د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې تر ځمکه لاندې د سوداګریز. . .

BACK TO NEWS