د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۱۶:۲۳
as

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د سنبلې میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم د پانګونې وړاندې شوو یوشمېر طرحو په اړه بحث وشو. دغه غونډې ته په بلخ، تخار او جوزجان ولایتونو کې د پالم ونې کرنیزو فارمونو د جوړولو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه. تر هراړخیزې ارزونې وروسته یاده طرحه د تایید وړ وبلل شوه او دغو کرنیزو فارمونو ته د ځمکې د ورکړې په موخه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه عالي مقام ته واستول شوه. د دغو فارمونو لپاره ۲۰۰۰ هکټاره ځمکې ته اړتیا ده چې د روزنې چارې به یې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د متخصصینو تر نظارت لاندې ترسره کېږي.

همدارنګه په دغه غونډه کې د خصوصي سکټور له لوري د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ موري چاق کلي ته د برېښنا رسولو طرحه هم د تایید وړ وبلل شوه.

پر دې سربېره په لغمان ولایت کې د سوداګریز مرکز جوړولو، په غزني ولایت کې د سبزي منډوي جوړولو او همدا راز په کابل ښار کې له کثافاتو څخه د برېښنا تولیدولو طرحو لپاره هم ځانګړې کمېټې وټاکل شوې، څو د یادو طرحو تخنیکي، مالي او اقتصادي ارزونې ترسره او خپل راپورونه په ټاکل شوو نېټو د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۶:۱۷
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا درېیو میلیاردو افغانیو په ارزښت یو شمېر پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا درېیو میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۱۷ پروژو قراردادونه منظور او د ۹ نورو یې تعدیل کړل. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۴:۱۱
Background image

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د «جامعه فتح العلوم کابل» مدرسې د حافظانو د دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د جدې میاشتې په ۲۰مه نېټه د جامعه فتح العلوم کابل مدرسې د دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۱:۹
Background image

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې له لوري پر یوشمېر موضوعاتو بحث وشو

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکې کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د جدې میاشتې په ۱۷مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو موضوعاتو په اړه بحث وشو. د تخنیکې. . .

BACK TO NEWS