ارزګان ولایت کې د آغاجان بند د تفصیلي ډیزاین او امکان سنجي مطالعې د ترسره کولو پروژه پرانیستل شوه

dpmea_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۱:۲۸
آغاجان بند

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د روان لمریز کال د میزان میاشتې په ۷مه نېټه په ارزګان کې د آغاجان بند د تفصیلي ډیزاین او امکان سنجي مطالعې د ترسره کولو پروژه رسماً پیل شوه.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د دغې پروژې د پرانیستي پرمهال په اوسني شرایطو کې د اوبو د مدیریت اهمیت ته اشاره وکړه، د دغې پروژې پلي کول یې د اوبو مدیریت، کرنې او د اقتصاد د پرمختګ لپاره ارزښتمن ګام وباله.

د دې بند د سروې او ډیزاین چارې د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله د حکم پر اساس د ملي پراختیا شرکت له لوري پیل او چارې به یې پر ټاکلي وخت پای ته ورسیږي.

د اغاجان بند پروژه د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې موقعیت لري چې د موسمي سېلابونو د کنټرول، د کرنیزو ځمکو خړوبولو او د ځمکې لاندې اوبو د سرچېنو د تقویې لپاره تطبیق کیږي.  دغه بند څه د پاسه د ۷۰ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري چې ۷ زره هکتاره کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي.

د یادولو وړ ده چې د روان لمریز کال د میزان میاشتې په ۵مه نېټه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري په زابل ولایت کې عمري بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي جمشید خواجه‌یف سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS