د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال له لوري د کابل – جلال اباد لویې لارې د دوهم لین سړک د جوړولو چارو پرانیسته وشوه
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د عقرب میاشتې په پنځمه نېټه د کابل – جلال اباد لویې لارې د دوهم لین سړک د جوړولو چارو پرانیسته وکړه. په دغو مراسمو کې د ټولګټو محترم وزیر ملا محمد عیسی ثاني، د ننګرهار ولایتي مسوولینو، د خصوصي سکټور استازو او یوشمېر هېوادوالو هم ګډون کړی وو.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت جوړ شوو مراسمو ته وویل، د کابل – جلال اباد د لویې لارې دوهم لین سړک د هېواد د داخلي اتصال او ځمکني ترانسپورټ په برخه کې هغه مهمه پروژه ده، چې دوه ستر تجارتي او ستراتیژیک ولایتونه کابل او ننګرهار په کمه فاصله یو له بل سره نښلوي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، د دغو دوو مهمو اقتصادي، تجارتي او ترانزیټي ښارونو ترمنځ د ترانسپورټ اسانتیا نه یوازې کورنۍ سوداګرۍ ته وده ورکوي، بلکې له سیمې او نړۍ سره زموږ د سوداګریزو اړیکو او مناسباتو په پراختیا کې هم مهم رول لري او د هېواد له ملي اقتصاد سره مرسته کولی شي.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، دغه سړک د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله د حکم پر اساس د کابل جلال اباد پر لویه لار د تلونکو وسایطو او عراده جاتو څخه د هغوی د نوعیت په تفکیک د ټاکل شوي حق العبور په بدل کې جوړېږي. دا محصول به د ټولګټو وزارت په ځانګړي بانکي حساب کې په شفافه توګه جمع، بانک ته به تحویل او د مالیې وزارت به یې د مصرف او عملیاتي اړتیاوو اړوند اړینې او عاجلې اسانتیاوې برابروي.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د دې لارې ارزښت ته په اشارې سره وویل، د کابل – جلال اباد لویې لارې د دوهم لین سړک په جوړېدو سره به د دې لارې پر لومړي لین سړک ګڼه ګوڼه راکمه او د ترافیکي پېښو کچه به راټیټه شي. همدارنګه به د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې، د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر به ګړندی، خوندي او کم لګښته شي او همدا راز به د لارې په اوږدو کې کوچني او منځني کاروبارونه وغوړیږي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، د داخلي ترانسپورټ معیاري رغول او پیاوړتیا د سیمهییز اتصال لپاره لومړنی شرط دی؛ داخلي لویې لارې او سړکونه له یوې خوا د هېواد ولایتونه یو له بل سره نښلوي او له بلې خوا همدا سړکونه د سیمې د هېوادونو سره د سیمهییز ترانسپورټي اتصال په برخه کې تر ټولو اساسي رول لوبوي.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د غونډې په پای کې ټولو هېوادوالو ته د دې مهمې پروژې مبارکي وویله او د سیمې له اوسیدونکو څخه یې وغوښتل چې د تطبیق په برخه کې یې له اړوندو مسوولینو سره لازمه همکاري وکړي. همداراز یې د پروژې تطبیق کوونکو تخنیکي ټیمونو ته سپارښتنه وکړه چې دا مهمه پروژه د ټولو معیارونو په پام کې نیولو سره په ښه ډول تطبیق کړي.
د یادونې وړ ده چې د کابل ـ جلال اباد دوهم لین سړک چې شاوخوا ۱۵۰ کیلو متره اوږدوالی لري، د کابل بګرامیو ولسوالۍ څخه پیل د کابل ولایت خاکجبار، د ننګرهار ولایت د حصارک، خوګیاڼیو او سرخرود ولسوالیو څخه له تېرېدو وروسته د ننګرهار د حلقوي سړک سره نښلول کېږي. د دغه سړک د لومړي فاز د لومړي لاټ چې ۲۲ کیلومټره اوږدوالی لري، د اساسي جوړونې چارې پيل شوې.