محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د موردوویا له ولسمشر سره وکتل

masih_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۳:۴۳
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د موردوویا له ولسمشر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۵مه نېټه د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې د موردوویا جمهوریت له ولسمشر ارتیوم الکسیویچ زدونوف سره وکتل.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د دې لیدنې پر مهال وویل، د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنې، سوداګرۍ، برېښنا او نورو برخو کې د همکاریو رامنځته کولو ښه فرصت برابر کړ. افغانستان دا مهال په مختلفو سکټورونو کې د پانګونې له پاره زیات فرصتونه لري، بهرني پانګوال کولای شي په دغه سکټورونو کې پانګونه وکړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، افغانستان د وچو او تازه مېوو، وطني غالیو، قېمتي ډبرو، مرمر او نورو کاني موادو باکیفیته تولیدات لري، چمتو دي چې په دې برخو کې موردوویا جمهوریت ته صادرات پیل کړي.

محترم ملا صاحب وویل، همدارنګه موږ لېواله یو چې له موردوویا څخه د برېښنایي وسایلو، ساختماني موادو، صنعتي ماشین آلاتو، نفتي توکو، طبیعي ګاز او خام المونیمو، ریلي واګونو او ترانسپورټ اړوند وسایلو او تجهیزاتو په برخه کې د کورني ضرورت د رفع کولو په موخه د اړتیا مطابق واردات ولرو.

محترم ملا صاحب همداراز د موردوویا پانګوالو ته په افغانستان کې د صنعت، کانونو او کرنې په برخه کې د پانګونې بلنه ورکړه او هغوی ته یې د هر ډول همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.

ورپسې د موردوویا ولسمشر ارتیوم الکسیویچ زدونوف خبرې وکړې. هغه وویل، دا لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پيل او پراختیا لپاره ښه فرصت ګڼي او موردوویايي پانګوال د افغانستان په مارکېټ کې کار کولو ته چمتو دي. نوموړي زیاته کړه، هېواد یې د طب، کرنې، انرژۍ او درملو تولید په برخو کې ښه پرمختګونه لري او چمتو دي چې په یادو برخو کې له افغانستان سره ګډ کار وکړي. ښاغلي ارتیوم الکسیویچ زدونوف وویل، موردوویا د کرنیزو محصولاتو په برخه کې ډېرو هېوادونو ته صادرات لري، غواړي افغانستان ته یې هم د موردوویا – قزاقستان – ازبیکستان – افغانستان له لارې پيل کړي.

موردوویايي پانګوالو همداراز په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د اسلامي امارت له لوري د پوره همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ. د لیدنې پر مهال د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر الحاج نورالدین عزیزي وویل، افغانستان چمتو دی چې د خوراکي توکو، کرنیزو محصولاتو او صنعتي تولیداتو په برخه کې له موردوویا سره په لویه کچه سوداګري پيل کړي. ښاغلي عزیزي زیاته کړه، په دې برخه کې به د افغانستان مهم شرکتونه موردوویايي لوري ته د ګډ کار کولو په موخه ورمعرفي کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۳۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: علماء کرام دې خلکو ته د دیني مکلفیتونو ترڅنګ د اسلامي نظام او ملي ګټو ساتلو روحیه هم ورکړي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۶مه نېټه د «جامعه فتح العلوم کابل» مدرسې د دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون وکړ. محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

په سرپل او جوزجان ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د سرپل ولایت په ګوسفندي ولسوالۍ او د جوزجان ولایت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۲:۱۲
Background image

له کونړ سیند څخه تر درونټې بند پورې د اوبو رسولو وړاندیز د تایید وړ وبلل شو

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته له کونړ سیند څخه د ګمبیري دښتې د ښکتنۍ برخې په. . .

BACK TO NEWS