په خوست کې د لس پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۱:۴۲
071

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. غونډې ته له اجنډا سره سم په خوست ولایت کې د ښاروالۍ پر ځمکه د لس پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه. له هراړخیزې ارزونې وروسته یاده طرحه د تایید وړ وبلل شوه او د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه. د دې طرحې له مخې به خصوصي سکټور د لس پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړولو لپاره ۲۳۵ میلیونه افغانۍ پانګونه وکړي، چې سلګونو کسانو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره کړي.

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې دې غونډې ته په بغلان ولایت کې له ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید او په کابل/ لوګر کې د کرنیز کمپلکس (سړې خونې، پروسس او بسته بندۍ مرکز) جوړولو طرحې هم د بحث لپاره وړاندې شوې. د یادو طرحو د هراړخیزې ارزونې په موخه کمېټې وټاکل شوې، څو په ټاکلي وخت خپل راپورونه د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي جمشید خواجه‌یف سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۲:۳۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ د نندارتون پرانیسته وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د افغانستان نړیوال ننداتون مرکز کې په هېواد کې د مخابراتو او ټیکنالوژۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۵:۲۹
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱.۳ میلیارد افغانیو په لګښت ۱۳ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

BACK TO NEWS