د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه جوړه شوه

masih_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۲۴
د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه جوړه شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن یکشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۲۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د هلمند ولایت د ښوراب ملکي هوايي ډګر او هلته د شته سړې خونې د بېرته فعالولو، د بار وړونکو وسایطو د نوبت قانون د تطبیق، په صنعتي پارکونو کې د ځمکې د نرخونو د قسطونو د وخت، د ولایتونو پر اساس د صنعتي پارکونو د ځمکو د کټه‌ګوریو ټاکلو او هېوادوالو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو په موخه هغو پانګوالو ته چې په افغانستان کې نوې پانګونه کوي د مالیاتي معافیت موضوعات د بحث لپاره وړاندې شول.

له بحث وروسته د یادو موضوعاتو د هراړخیزې څېړنې لپاره کمېټې وټاکل شوې، څو خپل راپورونه په ټاکلو نېټو د اقتصادي کمېسیون مجلس ته وړاندې کړي.

همداراز د غونډې په پای کې د یوشمېر تعقیبي موضوعاتو راپورونه هم وړاندې شول. یاد راپورونه تایید او اړوندو ادارو ته یې د تطبیق سپارښتنه وشوه.

پورته پرېکړې د نهايي تصمیم په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی دفتر ته واستول شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS