ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۲.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۱ پروژې منظورې کړې

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۹:۳۳
ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۲.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۱ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته ۳۳ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې.

له بحث وروسته د شاوخوا ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۱ پروژې منظورې شوې او په ۷ پروژو کې بیا یولړ تعدیلونه راغلل. همداراز یوه پروژه بیاځلې پرانیستې ملي داوطلبۍ او بله پروژه د ګټونکي شرکت د مخکنیو کاري نیمګړتیاوو له امله معطل شوه. د دغه شرکت د ټولو موجودو قراردادونو د هراړخیزې څېړنې لپاره کمېټه وټاکل شوه، څو له څېړنې وروسته خپل راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي. همدارنګه یوه پروژه بېرته اړوند وزارت ته د تدارکاتي ستونزو له امله اعاده او د دوو پروژو د قیمتونو په اړه ټاکل شوو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، څو په دې اړه له ګټونکو شرکتونو سره مذاکره ترسره او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د کابل، هرات، ننګرهار، بلخ او خوست ولایتونو د هوايي ډګرونو د ګمرکونو لپاره د سکنرونو اخیستل، له ګردیز څخه تر خوست پورې د عمومي سړک ترمیم، د غزني او فراه ولایتونو لپاره د امنیه قوماندانیو د ودانیو جوړول، د سرپل ولایت د سلطان ابراهیم بند د اوبو لګولو د تفصیلي ډیزاین او امکان سنجۍ مطالعات، د سرپل ولایت د سانچارک، سوزما قلعه او ګوسفندي ولسوالیو ته د برېښنا رسونې، د کندوز ولایت په قلعه ذال، د هلمند ولایت په ګرشک، د پروان ولایت په شینوارو، د فراه ولایت په پرچمن، د خوست ولایت په لکڼ، د تخار ولایت په ورسج، د کاپیسا ولایت په آله سای، د کابل ولایت په شکردرې او د بدخشان ولایت په درایم ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړول او همدارنګه په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع یوشمېر پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي.

منظور شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

په کابل ښار کې د درېیو سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې د تایید وړ وبلل شوې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.  دې غونډې ته د کابل ښار  په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت پر ځمکه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۵۳
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۴.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۵ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۱ - ۱۸:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رییس سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۳۱مه نېټه په بلخ ولایت کې د ازبیکستان هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي. . .

BACK TO NEWS