محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان لپاره د برېټانیا له ځانګړي استازي سره وکتل

masih_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴۶
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان لپاره د برېټانیا له ځانګړي استازي سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د برېټانیا هېواد له ځانګړي استازي ريچارډ لينډزي سره وکتل. د دې لیدنې پرمهال د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د همغږۍ او ګډو همکاریو پر پياوړي کولو او له افغانانو سره د برېټانیا حکومت او ولس د بشري مرستو پر ادامې خبرې وشوې.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، اوسمهال د افغانستان اقتصادي وضعیت د پخوا په پرتله ډېر ښه شوی او له سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره اقتصادي همکارۍ پراخې شوې دي.

د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي ښاغلي لینډزي په دې وروستیو کې د پاکستاني رژیم په بریدونو کې د شهید شوو افغانانو په اړه خپله خواخوږي څرګنده کړه او ویې ویل چې د برېټانیا حکومت او ولس به له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS