قزاقستان په کابل کې د درملو د پلور څانګه او د سوداګرۍ خونه پرانیزي

masih_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۲
قزاقستان په کابل کې د درملو د پلور څانګه او د سوداګرۍ خونه پرانیزي

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د قزاقستان د لومړي وزير له مرستیال او د اقتصاد وزیر ښاغلي سریک ژومانګارین سره وکتل.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال یاد هیئت ته ښه راغلاست ووایه او د لوړ رتبه مسوولینو سفرونه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په برخه کې مهم وبلل.
د قزاقستان د لومړي وزير مرستیال خوښي څرګنده کړه چې په وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګرۍ کې زیاتوالی راغلی دی. هغه وویل، چمتو دي چې هرات ولایت ته د قزاقي اوړو د صادراتو د ترانسپورټ په برخه کې سب‌سایډي ورکړي او همداراز به په کابل کې د قزاقستاني درملو د پلور څانګه او د سوداګرۍ خونه هم پرانیزي. ښاغلي ژومانګارین زیاته کړه، د مالي اسانتیاوو رامنځته کېدو لپاره د افغانستان بانک او غضنفر بانک کې د خپلو حسابونو پرانیستلو، په افغانستان کې د بېلابېلو کانونو، په ځانګړي ډول د کرومایټ او زینک ډبرو د اکتشاف او استخراج، کیمیاوي سرې تولید او د دې ترڅنګ د مزارشریف – هرات- کندهار – سپین بولدک اوسپنې پټلۍ شبکې د جوړولو په برخه کې عملي همکاریو ته چمتو دي.
د دې لیدنې پرمهال قزاقي لوري د افغانستان خوراکي توکو د صادراتو زیاتوالي ته لېوالتیا وښوده او ویې ویل، چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره به پر افغاني توکو مالیې راټیټې کړي.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له قزاقي لوري مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې په یادو برخو کې به د افغانستان اسلامي امارت اړوند ادارې ورسره ګډ کار او همکاري وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS