اقتصادي کمېسیون؛ د کابل هوايي ډګر د تنظیم او کنټرول په موخه دې بهرنیو چارو وزارت له قطر سره خبرې وکړي

نېټه: د 2022 کال د اپریل 7مه
د ریاستالوزراء د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون بهرنیو چارو وزارت ته دنده وسپارله څو د کابل هوايي ډګر د چارو د تنظیم او قرارداد اخیستو په موخه د قطر د بهرنیو چارو وزارت ته ټاکلی وخت ورکړي.
یاد کمېسیون همدارنګه افغانستان ته د بهرنیو پانګوالو د راتلو پر مهال د عاجلې ویزې د ورکړې او په کابل هوايي ډګر کې ورته د اسانتیاوو برابرولو په موخه بهرنیو چارو، کورنیو چارو، سوداګرۍ او صنعت وزارتونو او استخباراتو لوی ریاست ته دنده وسپارله، څو د یادو خدماتو د وړاندې کولو لپاره یو ځانګړی ګډ ډېسک رامنځته کړي.
د اقتصادي کمېسیون په یاده نوبتي غونډه کې تر مفصلو بحثونو وروسته د سوداګرۍ وزارت په رهبرۍ یوه پلاوي ته دنده وسپارل شوه، څو په افغانستان کې د غنمو او اوړو د کمېدو او له امله یې د لوړو قېمتونو د کنټرول په موخه روسیې ته سفر وکړي.