اقتصادي کمېسیون؛ د افغانستان برښنا شرکت دې «د چک برښنا بند» د پاتې کارونو د لګښت په اړه دقیقه سروې ترسره کړي

fdpm_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۹ - ۱۰:۴۰
Chack Wardak

نېټه: د 2022 کال د مې 16مه

د ریاست‌الوزراء د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون له مالیې وزارت، ښارجوړونې وزارت، اقتصاد وزارت، کرنې وزارت او کابل ښاروالۍ څخه یوې ګډې جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارله، څو د ښارجوړونې وزارت له تشکیل څخه د کرنې وزارت تشکیل ته د اراضي ریاست د انتقال پروسه بشپړه کړي.

د یادولو وړ ده چې د اراضي ریاست د امیرالمؤمنین شیخ هِبة‌الله اخوندزاده د ځانګړي حکم پر اساس له ښارجوړونې وزارت بېل او د کرنې وزارت تشکیل ته ور زیات کړل شوی دی.

دغه کمېسیون همدارنګه «د افغانستان برښنا شرکت» ته دنده وسپارله، څو د وردګو ولایت «د چک برښنا بند» د پاتې کارونو د لګښت په اړه دقیقه سروې ترسره او راپور یې د یاد کمېسیون راتلونکي مجلس ته وړاندې کړي. د چک برښنا بند درې توربینه لري چې په بیا فعالېدو سره به د «۳.۹» میګاواټه برښنا د تولید ظرفیت ولري.

اقتصادي کمېسیون همدارنګه خپله هغه پرېکړه د تطبیق وړ وبلله، چې له مخې به یې د رنګه فلزاتو ویلې کوونکې فابریکې «رنګه داغمه فلزات» له سوداګرو د بازار ورځني قېمت ته په کتو له هغوی اخلي او په هېڅ وجه به دغه خام مواد بهر ته نه انتقالېږي.

یاد کمېسیون د اقتصاد وزارت په مشرۍ؛ مالیې وزارت، صنعت او سوداګرۍ وزارت او کابل ښاروالۍ یوې ګډې کمېټې ته دنده وسپارله څو په صنعتي پارکونو کې د صنعتکارانو د ځمکو د ستونزو د حل په اړه هم عملي اقدام وکړي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۴:۲۲
Background image

د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه جوړه شوې لار نقشه پلې کېږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سریک ژومانګارین او مل پلاوي سره وکتل. دغه لیدنه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۷:۵۹
Background image

اقتصادي کمېسیون د کانونو سکټور د عوایدو پالیسۍ مسوده تایید کړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه. دغه غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وري میاشتې په ۳۱مه نېټه په مرمرینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په ځانګړې غونډه کې د شویو ۱۳ پرېکړو د تعقیب په موخه غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه ترسره شوه. غونډې ته چې نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وري میاشتې په ۲۷مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ. . .

BACK TO NEWS