د الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ طبیعي پېښو ته د رسېدو کمېسیون  څلورمه ناسته ترسره شوه

fdpm_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۳۱ - ۱۰:۳۳
99

نېټه: 2022، سپټمبر 21مه

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ طبیعي پېښو ته د رسېدو کمېسیون  څلورمه ناسته ترسره شوه. په دغه ناسته کې د کورنیو او بهرنیو مؤسسو له لوري هېوادوالو ته د مرستو رسولو پر شفافیت او په دغه بهیر کې د موجوده ستونزو پر حل، د سکټوري وزارتونو او مؤسسو ترمنځ پر همغږۍ، د مرستو د ویش لړۍ پر شفافیت او د مؤسسو لخوا اقتصاد وزارت ته د خپل راپور پر ورکولو او نورو مهمو مواردو تفصیلي خبرې وشوې.

همدارنګه محترم ملا صاحب طبیعي پېښو ته د رسېدو کمېسیون غړو وزارتونو ته سپارښتنه وکړه، څو د همغږۍ او معلوماتو د تبادلې په موخه د مرکزي ډېتابیس جوړ شوی سیسټم ژر فعال او عملاً پر کار پيل وکړي.

په پای کې محترم ملا صاحب د یاد کمېسیون غړو وزارتونو ته هدایت وکړ، چې د کارونو د ښه ترسراوي په موخه خپله همغږي زیاته او د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو پر مهال هیوادوالو ته د مرستو رسولو لپاره پوره چمتووالی ونیسي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۵
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په اتمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۳
Background image

په اسلام کلا بندر کې د لس زره ټنه په ظرفیت د نفتو او ګازو د زېرمو جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د هرات ولایت په اسلام کلا بندر کې د نفتو او ګازو د تخلیې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۲۱
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د پوهنې وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي شریکانو له. . .

BACK TO NEWS