د مس عینک پروژې چارې به ژر پیل شي

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲ - ۱۰:۳۲
5U2A0201

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د مس عینک پروژې د قراردادي شرکت  MCC  له اجرائيوي مرستیال ښاغلي اوو مین سره د خپل کار په دفتر کې وکتل. په دې لیدنه کې دواړو لورو د مس عینک پروژې د هوکړه شویو مواردو پر عملي کولو او ددې پروژې د عملي چارو پر پیل هر اړخیزې خبرې وکړې. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان اوسنی وضعیت یو ښه فرصت وباله او زیاته یې کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت د مس عینک پروژې د پيل له پاره پوره چمتووالی لري او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی. ورپسې د MCC شرکت اجرائیوي مرستیال ښاغلي اوو مين هم د پروژې چارو د پیل په برخه کې د محترم ملا صاحب له هلو ځلو مننه وکړه او ویې ویل، د عینک له سيمې څخه د لرغونو اثارو تر بشپړ لېږد وروسته به په عملي توګه خپلې چارې پيل کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۳:۴۱
Background image

د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن شنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په پنځمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې غونډه جوړه شوه. په غونډه کې د اړوندو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

په کابل ښار کې د استوګنیز ښارګوټي او سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې له سپاهي ګمنام څلورلارې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۰:۲۶
Background image

د سوداګریزو مارکېټونو او معلوماتي ټکنالوژۍ پارک د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې تر ځمکه لاندې د سوداګریز. . .

BACK TO NEWS