د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د دوحې تړون د درېیمې کلیزې په مناسبت جوړو شوو مراسمو کې ګډون او وینا وکړه

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۰ - ۱۹:۱۴
5U2A2265

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د قطر په پلازمېنه دوحه کې له امریکا سره د لاسلیک شوي تړون د درېیمې کلیزې په مناسبت ارګ کې جوړو شوو مراسمو کې ګډون او وینا وکړه. په دغه نمانځغونډه کې د کابینې محترمو غړو او ډېری لوړپوړو دولتي چارواکو هم ګډون کړی و. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند یادو مراسمو ته د خپلې وینا پر مهال وویل، الحمدلله له ډېرو قربانیو، ستړیاوو او زحمتونو وروسته د الله تعالی په مرسته او د دوحې تړون پر اساس په افغانستان کې د شل کلن اشغال پای ته رسېدو ته زمینه برابره شوه. د کب لسمه د افغانستان په تاریخ کې یوه مهمه ورځ ده، چې پر دې ورځ د اشغال پر تابوت وروستی مېخ ټک وهل شو. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، د دوحې مذاکراتو پر مهال د اسلامي امارت سیاسي کمېسیون شپه او ورځ پرته له کومې ستړیا د شریعت، پر الله تعالی باندې د پوره باور او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره له امریکايي لوري سره مذاکرات ترسره کړل. د یادو مذاکراتو پر مهال د اسلامي امارت د ټولو مشرانو او مذاکراتي ټیم د غړو تر منځ پوره اعتماد، اخلاص او صداقت موجود و، پر هره لویه او کوچنۍ خبره د شریعت او ملي ګټو په پام کې نیولو سره مشوره کېدله. محترم ملا صاحب وویل، د دوحې په تړون کې هېڅ داسې څه نه دي لاسلیک شوي چې هغه دې له ملت پټ وي، موږ ته د مذاکراتو پر مهال ډېرو وویل، چې تاسې به حتمن له امریکایانو سره پټې معاملې لری، ځکه امریکا د نړۍ ستر طاقت دی؛ خو نن مو ثابته کړه چې له امریکا سره هېڅ پټه معامله نه ده شوې، هېڅ اډه او پردی پوځي په افغانستان کې نشته او پر ټول هېواد اسلامي امارت حاکمیت لري. محترم ملا صاحب د دوحې تړون په اړه زیاته کړه، اسلامي امارت د دوحې له تړون څخه سرغړونه نه ده کړې، خو برعکس بیا امریکا خپلې کړې وعدې نه دي پر ځای کړې. د افغانانو ملي شتمني یې کنګل کړې، د اسلامي امارت مشرانو نومونه یې له تور لېست څخه نه دي ایستلي، پر افغانستان یې بندیزونه لګولي او نړۍ یې له اسلامي امارت سره له تعامل څخه راګرځولې. موږ له نړۍ او امریکا سره مثبت تعامل غواړو، دوی باید پر افغانستان لګېدلي بندیزونه لرې او هرڅه د خبرو له لارې حل کړي. د غونډې په پای کې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د اسلامي امارت ټولو مسؤلینو څخه غوښتنه وکړه، چې خپلو مسؤلیتونو ته متوجې و اوسي او په ډېر صداقت سره د دغه ځورېدلي ملت خدمت وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۵
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په اتمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۳
Background image

په اسلام کلا بندر کې د لس زره ټنه په ظرفیت د نفتو او ګازو د زېرمو جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د هرات ولایت په اسلام کلا بندر کې د نفتو او ګازو د تخلیې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۲۱
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د پوهنې وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي شریکانو له. . .

BACK TO NEWS