اقتصادي کمېسیون؛  د ځمکني معیاري ترانسپورټ د رامنځته کولو لپاره پر جوړه شوې طرحه مفصلې خبرې وکړې

fdpm_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۲۴ - ۹:۵۳
land transport

نېټه: 2022، جون 13مه

د اقتصادي کمېسیون په 23مه نوبتي غونډه کې د ترانسپورټي ستونزو د حل په موخه؛ د ا.ا.ا د ترانسپورټي چارو د تنظیم کمېسیون له لوري پر جوړه شوې طرحه او وړاندیزونو مفصل بحث وشو.

اقتصادي کمېسیون په افغانستان کې د معیاري ځمکني ترانسپورټي سیستم د رامنځته کولو او ترانسپورټي ستونزو د حل لپاره په لسو مادو کې د دغه کمېسیون وړاندې شوې طرحه، د لسمې مادې (په سرحدي بندرونو کې د باروړونکو موټرو د نوبت د بهیر تنظیم) په استثنا چې یوازې د شپږو میاشتو لپاره په ازمایښتي ډول د تطبیق وړ ده، تائید کړه.

د یادولو وړ ده چې د دغه طرحې په عملي کېدو سره به په کلني ډول د دولت خزانې ته نږدې 30 میلیارده افغانۍ عواید راټول شي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS