اقتصادي کمېسیون؛ امنیتي ارګانونه دې له برښنا شرکت سره د مقروضیتونو په راټولولو کې جدي همکاری وکړي

fdpm_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۸ - ۱۵:۷
Support ADB

نېټه: د 2022 کال د اپریل 11مه

د ریاست‌الوزراء د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون امنیتي ارګانونو ته دنده وسپارله، څو له دولتي ادارو او زورواکانو څخه د «افغانستان برښنا شرکت» د مقروضیتونو په راټولولو کې له برښنا شرکت سره جدي همکاري وکړي.

د افغانستان برښنا شرکت وايي، د کابل له فتحې وروسته او تر هغه مخکې ډېری دولتي ادارو او زورواکانو د دوی قرضونه نه دي ورکړي، چې دې چارې له ستونزو سره مخ کړي.

اقتصادي کمېسیون همدارنګه «د افغانستان بانک» او دولتي شرکتونو استازو ته دنده وسپارله، څو په ګډه پر دولتي شرکتونو باندې د بانکي محدودیتونو د کمولو په اړه یو منظم میکانېزم جوړ کړي.

اقتصادي کمېسیون د کابینې له ۲۸مې مصوبې سره سم ټولو وزارتونو ته دنده وسپارله، څو هر وزارت د خپلو اقتصادي او پرمختیايي پروژو طرحې ترتیب او د منظورۍ په موخه یې د مشرتابه مقام ته وړاندې کړي.     

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS