اقتصادي کمېسیون؛ تر هراړخیزې ارزونې وروسته د ځنګلونو د وهلو او قاچاق د مخنیوي لپاره جوړه شوې طرحه تائید کړه

fdpm_admin
شنبه ۱۴۰۱/۳/۲۸ - ۱۴:۳
59

نېټه: 2022، جون 16مه

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په 24مه غونډه کې پر بېلابېلو اقتصادي موضوعاتو مفصل بحثونه او لازمې پرېکړې وشوې.

اقتصادي کمېسیون همدا راز د مالیې وزارت د ګمرکاتو ریاست په مشرۍ د هغه کمېټې پرېکړې تائید کړې، چې څه موده مخکې یې د «ابونصر فراهي» بندر ته سفر کړی و. د دغو پرېکړو له مخې به د افغانستان اسلامي امارت د قوانینو په رڼا کې د ابونصر فراهي بندر ترانشیپ لارې ته د اوس لپاره په رسمي ډول د بیا فعالیت اجازه ورکړل شي. دغه لاره څه موده مخکې د بې کیفیته او قاچاقي توکو د واردولو له امله تړل شوې وه.

د اقتصادي کمېسیون په یاده نوبتي غونډه کې تر هراړخیزې ارزونې وروسته د ځنګلونو د وهلو او لرګیو د قاچاق د مخنیوي په موخه د کرنې وزارت له لوري وړاندې شوی طرحه هم تائید او د تطبیق وړ وبلل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS