اقتصادي کمېسیون؛ تر هراړخیزې ارزونې وروسته د ځنګلونو د وهلو او قاچاق د مخنیوي لپاره جوړه شوې طرحه تائید کړه

نېټه: 2022، جون 16مه

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په 24مه غونډه کې پر بېلابېلو اقتصادي موضوعاتو مفصل بحثونه او لازمې پرېکړې وشوې.

اقتصادي کمېسیون د مالیې وزارت د ګمرکاتو ریاست په مشرۍ د هغه کمېټې پرېکړې تائید کړې، چې څه موده مخکې یې د «ابونصر فراهي» بندر ته سفر کړی و. د دغو پرېکړو له مخې به د افغانستان اسلامي امارت د قوانینو په رڼا کې د ابونصر فراهي بندر ترانشیپ لارې ته د اوس لپاره په رسمي ډول د بیا فعالیت اجازه ورکړل شي. دغه لاره څه موده مخکې د بې کیفیته او قاچاقي توکو د واردولو له امله تړل شوې وه.

له دغو پرېکړو وروسته د یاد بندر د ترانشیپ له لارې د ټولو هغو توکو او محصولاتو واردول مطلق بند دي، چې د اسلامي امارت له لوري غیر قانوني بلل کېږي. که چېرې بیاځلې سوداګر بې کیفیته توکي وارد کړي، له دوی سره به قانوني چلند کېږي او مالونه یې ترې ضبط کېږي.

د اقتصادي کمېسیون په یاده نوبتي غونډه کې تر هراړخیزې ارزونې وروسته د ځنګلونو د وهلو او لرګیو د قاچاق د مخنیوي په موخه د کرنې وزارت له لوري وړاندې شوې طرحه هم تائید او د تطبیق وړ وبلل شوه.

د یادې طرحې پر اساس هېڅوک حق نه لري چې په خپل سر ځنګلونه ووهي او یا هم وهل شوي لرګي بهر ته قاچاق کړي.

د کرنې وزارت له لوري دغه طرحه په داسې حال کې جوړېږي، چې د تېرو شلو کلونو پر مهال د هیواد په طبیعي ځنګلونو مافیا حاکمه وه، د هغوی له لوري په خپل سر وهل کېدل او بهر ته یې قاچاق روان و.