اقتصادي کمېسیون؛ د کابل هوايي ډګر د تنظیم او کنټرول په موخه دې بهرنیو چارو وزارت له قطر سره خبرې وکړي

نېټه: د 2022 کال د اپریل 7مه

د ریاست‌الوزراء د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون بهرنیو چارو وزارت ته دنده وسپارله څو د کابل هوايي ډګر د چارو د تنظیم او قرارداد اخیستو په موخه د قطر د بهرنیو چارو وزارت ته ټاکلی وخت ورکړي.

د کابل هوايي ډګر چې له څه باندې شپږو میاشتو راپدېخوا د قطر د هوايي شرکتونو لخوا یې چارې پر مخ وړل کېږي، خو په رسمي ډول یې تر اوسه د یاد هوايي ډګر د چارو د تنظیم، هوايي حریم د کنټرول او ترمیم رسمي قرارداد نه دی اخیستی. له دې وړاندې د ترکیې او قطر د بهرنیو چارو وزارتونو ویلي وو، چې دوی غواړي په ګډه د یو توافق له مخې د کابل هوايي ډګر مسوولیت پر غاړه واخلي.

اقتصادي کمېسیون د برادر اخوند په مشرۍ همدارنګه افغانستان ته د بهرنیو پانګوالو د راتلو پر مهال د عاجلې ویزې د ورکړې او په کابل هوايي ډګر کې ورته د اسانتیاوو برابرولو په موخه بهرنیو چارو، کورنیو چارو، سوداګرۍ او صنعت وزارتونو او استخباراتو لوی ریاست ته دنده وسپارله، څو د یادو خدماتو د وړاندې کولو لپاره یو ځانګړی ګډ ډېسک رامنځته کړي.

ډېری بهرني پانګوال چې غواړي افغانستان کې پانګونه وکړي، وايي چې افغانستان ته د راتلو پر مهال ورته په هغو هیوادونو کې چې د افغانستان سفارتونه او کونسلګرۍ د اسلامي امارت رسمي او منل شوی ډيپلومات حضور نه لري، دوی ته بېلابېلې ستونزې جوړېږي او نشي کولی په اسانه ډول افغانستان ته راشي.

 د اقتصادي کمېسیون په یاده نوبتي غونډه کې تر مفصلو بحثونو وروسته د سوداګرۍ او صنعت وزارت په رهبرۍ یوه پلاوي ته دنده وسپارل شوه، څو په افغانستان کې د غنمو او اوړو د کمېدو او له امله یې د لوړو قېمتونو د کنټرول په موخه روسیې ته سفر وکړي.