اقتصادي کمېسیون؛ یوې ګډې کمېټې ته دنده وسپارله، څو د قراردادي شرکتونو د حوالو او تضمیناتو لپاره یو مناسب حل پيدا کړي

نېټه: د 2022 کال د اپریل 25مه

د ریاست‌الوزراء د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون د مالیې وزارت په مشرۍ؛ د ټولګټو وزارت، صنعت او سوداګرۍ وزارت، د افغانستان بانک، د اقتصادي کمېسیون او د قراردادي شرکتونو د استازو په ګډون یوې ګډې کمېټې ته دنده وسپارله، څو د قراردادي شرکتونو د حوالو، تضمیناتو او پر پخوانۍ ادارې د دوی د پاتې طلباتو ستونزې ته یو مناسب حل پيدا کړي.

د یادو شرکتونو استازي وايي، له پخوانۍ ادارې څخه دوی ډېرې پروژې په قرارداد اخیستې چې د ځینو کارونه یې بشپړ شوي، خو تر اوسه له دوی نه دي تسلیم شوې. دوی زیاتوي، د افغانستان اسلامي امارت باید له دوی یادې پروژې تسلیم او د یادو پروژو په مقابل کې دې د دوی د تضمیناتو پیسې بېرته ورکړل شي. د دغو شرکتونو استازي زیاتوي چې دوی له نورو قراردادیانو قرضدار  دي او حکومت باید د دوی ستونزو ته په کتو یوه مناسب حللاره ورته ولټوي.

 اقتصادي کمېسیون همدارنګه د ښارجوړونې وزارت هغه وړاندیز د تایید او تطبیق وړ وباله، چې له مخې یې د بیجینګ-ننګرهار ساختماني او تولیدي شرکت له لوري د پیروزي پروژې اړوند صنعتي پارک کې «150» کوچنۍ او متوسطې فابریکې جوړېږي.

د اقتصادي کمېسیون په یاده ناسته کې تر مفصل بحث وروسته پرېکړه وشوه، چې د «A80» تېلو اړوند «2700» ټنه تېل چې د افغانستان خاورې ته راوړل شوي دي؛ قراردادي شرکتونه دې د في ټن تېلو پر سر «25» ډالره چې له دې مخکې یې د نفتو او ګازو دولتي شرکت ته ورکول، له دې پرېکړې وروسته دې د سټنډرډ ملي ادارې ته ورکړي. د یادولو وړ ده چې دغه شرکتونه به د سټنډرډ ملي ادارې ته د في ټن تېلو پر سر «10» ډالره د یادې ادارې د لابراتواري وسایلو د ترمیم په موخه هم ورکوي.