اقتصادي کمېسیون د اوسپنې ویلې کولو لپاره د یو منظم میکانېزم د جوړولو پرېکړه وکړه

نېټه: د 2022 کال د فبروري 9مه

د ریاست‌الوزراء د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون په افغانستان کې د اوسپنې د ویلې کولو په اړه د یو منظم میکانېزم د رامنځته کولو په موخه ځانګړي کمېسیون ته دنده وسپارله څو په دې برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.

دا هڅه په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې پر افغانستان د اسلامي امارت تر دویم ځل حاکمېدو راپدېخوا بهرنیو هیوادونو ته د هر ډول اوسپنې لېږد او قاچاق بند شوی دی او نږدې ۳۰۰ زره ټنه اوسپنه په بېلابېلو ولایتونو کې راټوله شوې ده. د یادې اوسپنې ډېری برخه به پاکستان ته وړل کېده او له ویلې کولو او پروسس وروسته به افغانستان په لوړ قېمت واردېده، چې په افغانستان کې یې د صنعتکارانو ټولنې غبرګونونه راپارولي دي.

د افغانستان د صنعتکارانو ټولنه وايي، دوی په افغانستان کې د اوسپنې ویلې کولو په برخه کې پورنه پانګونه کړې، چې اوسمهال ښه تجربه هم لري. دوی زیاتوي، که دوی ته یاده اوسپنه په مناسب قېمت سره ورکړل شي، هم به په هیواد دننه یوشمېر هیوادولو ته کار زمینه برابره شي او هم به په ښه او مناسب کیفیت او قېمت خپلو هیوادولو ته خدمات وړاندې کړي.

د ریاست الوزراء د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون پرېکړه وکړه، چې د یادې اوسپنې د رانیولو او ویلیې کولو لپاره باید یو منظم میکانیزم جوړ شي، څو یې بهرنیو هیوادونو ته د لېږد او قاچاق مخه په ښه ډول ونیول شي.  

 همدارنګه د محترم ملا صاحب په مشرۍ دغه کمېسیون بهر ته د افغان غالیو د سوداګرۍ او افغان سوداګرو ته د پاسپورټ د ترلاسه کولو په موخه اړوندو ارګانونو ته د اسانتیاوو د برابرولو په اړه هم سپارښتنه وکړه.

له دې مخکې به ډېری وخت افغان سوداګرو شکایت کاوه، چې دوی د پاسپورټ په ترلاسه کولو له ډېرو سره ستونزو سره مخ وي، چې دا چاره یې پر کاروبار منفي اغېز لري.

افغان غالۍ چې په نړیواله کچه ښه شهرت لري، جوړوونکي یې شکایت کوي، چې د دوی تولیداتو په وخت او مناسب بازارموندنه نه ترسره کېږي. دوی زیاتوي، که یې تولیداتو په کور دننه او په نړیواله کچه ښه بازارموندنه وشي، پرته له شکه چې په تولیداتو که بې یې زیاتوالی راشي او هم به د هیواد اقتصاد پر پښو ورسره ودرېږي.