اقتصادي کمېسیون هیواد ته د واردېدونکو توکو د کیفیت د کنټرول لپاره اړوندو ارګانونو ته دنده وسپارله

fdpm_admin
شنبه ۱۴۰۱/۳/۷ - ۱۰:۲۸
Control Quality

نېټه: د 2022 کال د فبروري 20مه

د ریاست‌الوزراء د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون افغانستان ته د واردېدونکو خوراکي توکو او درملو د کیفیت د کنټرول لپاره اړوندو وزارتونو او ادارو ته دنده وسپارله، څو په دغه برخه کې مؤثر ګامونه واخلي.

اقتصادي کمېسیون همدا راز پرېکړه وکړه، چې هیواد ته د واردېدونکو نفتي موادو او مایع ګاز د کیفیت او قېمتونو د کنټرول لپاره باید «د نفتي موادو او مایع ګاز دولتي شرکت»، مربوطه وزارتونو او سټنډرډ ملي ادارې لخوا یوه ګډه کمېټه جوړه شي.

همدارنګه د اقتصادي کمېسیون لخوا پر شرکتونو د ترانسپورټي اتحادیو اړولو وړاندیز هم تائید شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کندز ولایت په ابدان دښته کې د ۳۰۰۰ واحده استوګنیز ښارګوټي د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

BACK TO NEWS