الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د قوش‌تیپې کانال وروستي کارونه له نېږدې وکتل

fdpm_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۳ - ۱۴:۱۸
100

نېټه: 2022، سپټمبر 22مه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د قوش‌تېپې کانال د وروستیو کاري پرمختګونو د لیدنې په موخه  نن (سنبلې میاشتې 31مه) بلخ ولایت ته سفر وکړ.  محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د قوش‌تېپې کانال پروژې کارونه له نېږدې څخه وکتل او د یادې پروژې د مسؤلینو د ترسره شوو کاري پرمختګونو او هڅو له امله يې ستاینه وکړه او هغوی ته یې د کارونو د لا ښه‌والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

د یادولو وړ ده، چې د یادې پروژې له پیل سره سم زرګونو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې. د دې کانال په جوړېدو سره به شاوخوا 550 زره هکټاره ځمکه خړوبه شي، چې افغانستان به د غنمو له پلوه پر ځان بسیا شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS