الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په هرات ولایت کې د افغانستان د علماوو، قومي مخورو او سوداګرو په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ

fdpm_admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۱۲ - ۸:۵۵
Herat Trip

نېټه: 2022، سپټمبر 2مه

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په هرات ولايت کې د افغانستان د علماوو، قومي مخورو، سوداګرو او پانګوالو جوړه شوې غونډه کې د ګډون او وينا په موخه دغه ولايت ته سفر وکړ .

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د هغو سوداګرو، علماوو او د هرات ولایت له مسؤولینو څخه مننه وکړه، چې یاده غونډه یې ترتیب کړې وه. د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال دې جوړې شوې ناستې ته په وينا کې وويل: موږ وتوانېدو چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې افغانۍ باثباته وساتو، په داسې حال کې چې د سیمې باثباته هېوادونه د خپلو اسعارو د ثبات ساتلو په برخه کې پاتې راغلي دي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه؛ پر افغانستان د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو سره د هرات ولايت صنعتکارانو، سوداګرو او پانګوالو ډېری ستونزې حل شوې او کومې، چې پاتې دي هغو ته به هم ژر تر ژره رسېدنه وشي.

 د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال په دغه غونډه کې د هرات اوسېدونکو، سوداګرو او پانګوالو ته زيرى ورکړ چې په نږدې راتلونکي کې به د ټاپي پروژې چارې له هرات څخه شروع شي او لومړۍ ګټه به يې هم ددغه ولايت اوسېدونکو ته ورسېږي.

محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند وويل، پر ټاپي پروژه سربېره به د هرات ولايت په صنعتي پارک کې د پنځم فاز چارې هم شروع شي، د پل هاشمي په سيمه کې به صنعتي ښارګوټى جوړ او د پاشدان او شنډنډ بندونو کارونه به هم په نږدې راتلونکي کې بيا پيل شي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۴:۵۰
Background image

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د ایران اسلامي جمهوريت د ریل پتلۍ د رئیس په مشرۍ پلاوي سره وکتل

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په اتمه نیټه د ایران د ریل پټلۍ ادارې د رییس جبار علي ذاکري په مشرۍ له راغلي پلاوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۲:۳۰
Background image

د کابل ولایت مقام مخې ته د هوايي پُل د جوړېدو چارې پيل شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په نهمه نېټه د کابل ولایت مقام مخې ته د موټرو د تګ راتګ لپاره د هوايي پُل. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۰:۳۲
Background image

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال هرات ولايت کې څلور سب سټېشنونه ګټې اخيستنې ته وسپارل

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د هرات ولايت په کرخ، پشتون زرغون، اوبې او چشت شريف ولسواليو کې څلور سب سټېشنونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول. د. . .

BACK TO NEWS