ایران ته د امارتي پلاوي د سفر د لاسته راوړنو او له ايراني لوري سره د شوو توافقنامو په اړه رسنيز کنفرانس

مطبوعاتي بلنلیک

کابل – افغانستان: د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړى امارتي پلاوى د ايران اسلامي جمهوريت ته له خپل شپږ ورځني سفر وروسته نن د جمعې ورځ د روان لمريز کال د عقرب په ۱۹مه نېټه بېرته کابل ته راستنیږي. ټاکل شوې چې ياد پلاوى د دغه سفر د لاسته راوړنو او له ايراني لوري سره د شوو توافقنامو په اړه رسنيز کنفرانس ولري. نو د رسنيو له محترمو استازو څخه هيله کېږي چې د دغه کنفرانس د خبري پوښښ په موخه د کابل نړيوال هوايي ډګر ته تشريف راوړي.

وخت: د ۱۴۰۲ لمریز کال د عقرب (۱۹مه)، جمعې ورځ، له غرمې مخکې (۱۱) بجې، هیله ده په (۱۰:۳۰) تشریف راوړئ.

ځای: کابل نړیوال هوایي ډګر