د افغانستان اسلامي امارت د دوه کلنې واکمنۍ پر مهال د نورو برخو ترڅنګ په اقتصادي ډګر کې هم د پام وړ لاسته راوړنې لري، چې ځینو ته یې دلته په لنډ ډول اشاره کوو

۱۲۳۴۵۶۷

د اسلامي امارت په راتګ سره اقتصادي وضعیت چې له جدي ګواښ سره مخ و، اوس بېرته مخ په ښه کېدو دی، افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې نه یوازې باثباته پاتې شوې بلکې د ځینو بهرنیو اسعارو پر وړاندې یې ارزښت لوړ شوی دی، بانکي سیسټم له پاشل کېدو وژغورل شو، په هېواد کې لویې بنسټیزې پروژې پیل شوې، د صادراتو کچه د تېرو کلونو په پرتله دوه برابره شوې، سوداګرۍ پرمختګ کړی، د لویو کانونو د استخراچ او پروسس چارې روانې دي، د لومړینو خوراکي توکو بیې ټيټې شوې، په کور دننه د خوراکي توکو په تولید کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، د حکومتي تشکیلاتو د زیاتوالي سربېره په کانونو او عامه المنفعه پروژو کې لسګونو زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې، د ملي عوایدو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، ملي بودیجه له کورنیو عوایدو تمویل شوې، د لویو لارو بیارغونې سربېره د ترانزيټ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شوې دي،

اسلامي امارت د کانونو، برېښنا، کرنې، ترانسپورت، مخابراتو او ټېکنالوژۍ، صنعت، بانکوالۍ او د سوداګرۍ په سکټورونو کې کورنۍ او بهرنۍ پانګونې ته زمینه برابره کړې ده. اوس‌مهال کورني او بهرني پانګوال له کومې ستونزې پرته په افغانستان کې په مختلفو برخو کې پانګونه کولای شي.

د تېرو دوه کلونو پر مهال د اسلامي امارت له لوري په لاندې مختلفو سکټورونو کې اساسي کارونه ترسره او دې برخو کې د پانګونې لپاره فرصتونه رامنځته شوي دي

-1 د کانونو سکټور

د ابتدائي سروې‌ګانو پر اساس افغانستان د شاوخوا درې ټریلیون ډالرو په ارزښت طبیعي زېرمې لري. اسلامي امارت د کانونو په سکټور کې پانګونه، په مسلکي ډول د کانونو استخراج او پروسس په خپلو لومړیتوبونو کې نیولي دي. د شاوخوا ۲۰۰ بېلا بېلو کانونو د استخراج او پروسس چارې پیل شوې دي او د لسګونو نورو جیو فزیکي مطالعات بشپړ شوي او د عملي چارو پر پیل یې کار روان دی:

  • د آمو نفتي حوزې د تېلو حوزه؛
  • مس عینک کان؛
  • د هرات د غوریانو د اوسپنې کان څلور بلاکونه؛
  • د غور د تولک د سرپو کان؛
  • د تخار د سمتي سرو زرو کان؛
  • د پنجشیر د زمردو کانونه؛
  • د لوګر کرومایټو کان؛
  • د غزني زرکشانو سرو زرو کان؛
  • د وردګو د ګچ کان؛
  • د سمنګانو د دره صوف ډبرو سکرو کان؛
  • په سرپل کې د بلخاب ډبرو سکرو کان؛
  • د هرات د ډبرو سکرو کان؛
  • د مالګې استخراج او پروسس؛
  • د بامیانو ډبرو سکرو کان؛
  • د ننګرهار د قېمتي ډبرو کان؛
  • د جوزجان د ګازو زېرمې؛
  • همدارنګه په بېلا بېلو ولایتونو کې د مختلفو نورو کانونو استخراج او پروسس پیل شوی دی.

کانونه؛ چې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره د پانګونې فرصتونه لري:

  1. د بامیانو د حاجي‌ګک اوسپنې کان؛
  2. د کټواز او هلمند نفتي حوزې؛
  3. د هرات نفتي حوزه؛
  4. د تخار د دشت‌قلعه سرو زرو کان؛
  5. د هرات شیدا مسو کان؛
  6. د سرپل د بلخاب مسو کان؛
  7. د پروان د جبل‌السراج سمنټو پروژه؛
  8. د هرات د سمنټو پروژه؛
  9. د سمنګان د سمنټو پروژه؛
  10. د بلخ د سمنټو پروژه؛
  11. همدارنګه په ځینو نورو کانونو کې هم د پانګونې فرصتونه رامنځته شوې دي.

-2 د برېښنا سکټور

افغانستان د څه باندې ۳۰۰ زره میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري. له دې جملې ۲۲۲زره میګاواټه یې لمریزه، ۶۶ زره میګاواټه یې بادي، ۲۳زره میګاواټه یې د آبي او ۴زره میګاواټه یې بایو گاز/بیوماس برېښنا ده.

په دغه سکټور کې د اسلامي امارت په راتګ بشپړې شوې او تر کار لاندې پروژې په لاندې ډول دي:

  1. د کجکې د دوهم فاز بشپړېدل؛
  2. په نېږدې راتلونکي کې د کمال خان بند د پاتې چارو تکمیلېدل؛
  3. د بخش آباد بند عملي چارو پیلېدل؛
  4. شاه و عروس بند د پاتې چارو پیلېدل؛
  5. په هرات کې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا د تولید پروژې پیلېدل؛
  6. د هېواد له شمال څخه جنوب ته د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا لېږد چارو پيلېدل؛
  7. په کابل کې د سروبي دوهم بند، په سرپل کې د سلطان ابراهیم بند، په ارزګان د آغاجان بند، په کونړ کې د مناګي بند او په زابل کې د توري بند د چارو پیلېدل؛
  8. په لغمان کې د شاهي، په تخار کې نمک آب، په هلمند کې د زمین‌داور او په ځینو نورو ولایتونو کې  د مختلفو کانالونو د چارو پیلېدل.

د اسلامي امارت له لوري له اوبو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې په لاندې پروژو کې د پانګونې فرصتونه برابر شوي:

  •  پاشدان بند؛
  • د ګمبیري د اوبو لګونې او برېښنا پروژه؛
  • د سروبي ۲ بند؛
  • د باغدرې بند؛
  • د شاه توت بند؛
  • د دهلې د څښاک اوبو رسونې، اوبو لګونې او برېښنا تولید پروژه؛
  • د کابل – پنجشیر د څښاک اوبو پروژه؛
  • د سورتاق د برېښنا تولید پروژه.

د لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې په لاندې پروژو کې د پانګونې فرصتونه شته:

  • د نغلو لمریزې برېښنا تولید پروژه؛
  • لغمان، غور، نیمروز، پکتیکا، خوست، فراه، دایکندي لمریزې برېښنا تولیدي پروژه.

د بادي برېښنا د تولید په برخه کې په لاندې پروژو کې د پانګونې فرصتونه شته:

  • د مزار شریف بادي برېښنا پروژه؛
  • د پروان د بادې برېښنا پروژه؛
  • د هرات بادې برېښنا پروژه.

له بایوګاز/بایومس څخه د برېښنا تولید په برخه کې په لاندې پروژو کې د پانګونې فرصتونه برابر شوي دي:

  • د کابل بایومس ۱۰ مېګاواټه پروژه؛
  • د مزار شریف ۱۰ مېګاواټه بایو ګاز پروژه؛
  • په ننګرهار کې د ۱۰ مېګاواټه بایو ګاز پروژه؛
  • په هرات کې د ۱۰ مېګاواټه بایو ګاز پروژه.

-3 د کرنې سکټور

کرنه د افغانستان یو له مهمو سکټورونو څخه ده. دغه سکټور د ناخالص کورني تولید څلورمه برخه جوړوي. اسلامي امارت په راتګ سره  ددې سکټور د پیاوړتیا لپاره لسګونه پروژې پلان شوې دي:

قوش‌تېپې کانال د هېواد په سطحه یوه له ملي او حیاتي پروژو څخه بلل کېږي. دغه پروژه په درېیو فازونو کې ډیزاین شوې چې د لومړي فاز چارې یې تر ۹۰ سلنه زیاتې بشپړې شوې دي. دغه کانال۵۸۰ زره هکتاره ځمکه خړوبوي.

د اسلامي امارت په راتګ سره په لاندې پروژو کې د پانګونې فرصتونه رامنځته شوي دي:

  1. د میوو د پروسس مرکزونه؛
  1. د کرنیزو محصولاتو لپاره سړې خونې؛
  2. شنې خونې؛
  3. د اوبو لګولو سیستمونه؛
  4. د ننګرهار کانال د اوبو لګولو او د زېربناوو د بیارغونې پروګرام؛
  5. د امو سیند پنځمه حوزه؛
  6. د اوبو د سرچینو د پراختیا د پانګونې پروګرام؛
  7. د باغدارۍ د ارزښت سلسلې پراختیا؛
  8. د کرنې ملاتړ او د محصولاتو د ارزښت زنځیره؛
  9. د ارغنداب د اوبو د سرچینو پراختیا؛
  10. د عامه خلکو په اشتراک د کرنې او مالدارۍ پروګرام؛
  11. د لومړیتوب ملي پروګرام؛
  12. د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروګرام؛
  13. د بیړني کرنیز او خوراکي خوندیتوب پروژه.

-4 د ترانسپورټ سکټور

اسلامي امارت د معیاري ترانسپورت درلودو لپاره په لاندې پروژو عملي کار پیل کړی:

  1. د کابل کندهار لویې لارې بیارغونه؛
  2. د سالنګونو لویې لارې بیارغونه؛
  3. د هرات غور سړک بیارغونه؛
  4. د کندهار ارزګان سړک بیارغونه؛
  5. د کابل لوګر دوهم لین بیارغونه؛
  6. په کابل ولایت کې د لسګونو سړکونو بیارغونه؛
  7. په مختلفو ولایتونو کې ولسوالیو ته د غځېدلو لارو بیارغونه.

د اسلامي امارت له لوري د ترانسپورټ سکټور په لاندې پروژو کې د پانګونې فرصتونه رامنځته شوي دي:

  1. د مزارشریف-کابل-پکتیا اوسپنې پتلۍ؛
  2. د هرات- خواف ریل پټلۍ دوهمه برخه؛
  3. د اندخوی-شبرغان ریل پټلۍ؛
  4. د تورغونډۍ- هرات ریل پټلۍ؛
  5. د کندهار- سپین بولدک ریل پټلۍ؛
  6. د هرات، فراه او د لارام ریل پټلۍ؛
  7. د کابل ښار حلقوي سړک؛
  8. په لویو لارو کې د ترمینلونو جوړول.

-5 د مخابراتو سکټور

د اسلامي امارت له لوري د مخابراتو سکټور په لاندې برخو کې د پانګونې لپاره فرصتونه رامنځته شوي دي:

  1. ټولو ولایتونو ته د نوري فایبر ملي شبکې پراختیا؛
  2. د عوایدو د شفافیت د تضمین په موخه د RTDMS سیسټم رامنځته کول؛
  3. د خاص کوډ له لارې له حکومت سره د موبایلونو ثبتېدل؛
  4. په کابل کې د معلوماتو ملي مرکز جوړول، د معلوماتي ټکنالوژۍ پراختیا او د ICT Park رامنځته کول.

-6د صنعت سکټور

اسلامي امارت په هېواد کې خصوصي پانګونه او خصوصي تشبثات هڅولي، ملاتړ یې کړی او خونديتوب یې تضمین کړی دی. افغانستان اوس‌مهال کرنیزو محصولاتو، درملو، خوراکي توکو، لاسي صنایعو او یو شمېر نورو برخو کې تولیدات لري.

د اسلامي امارت له لوري د صنعت سکټور په لاندې برخو کې د پانګونې فرصتونه رامنځته شوي دي:

  1. کیمیاوي صنایع؛
  2. ساختماني توکي؛
  3. د ماشین جوړولو او فلزاتو صنایع؛
  4. د درمل جوړولو صنایع؛
  5. د چاپ صنعت؛
  6. ترکاڼي او کاغذ جوړولو صنایع؛
  7. سپک صنایع؛
  8. د خوراکي موادو صنایع؛
  9. او نور بېلابېل صنایع.

-7 بانکي سکټور

د اسلامي امارت له لوري په بانکي سیسټم کې لاندې کارونه ترسره شوي دي:

  1. د افغانۍ ارزښت ساتل؛  
  1. د نرخونو کنټرول؛  
  2. د نویو بانک نوټونو چاپ او توزیع؛
  3. صرافۍ او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو کنټرول؛
  4. د پولي سیاستونو پلي کول؛
  5. په نویو بانکي حسابونو د محدودیتونو له منځه وړل؛
  6. د اسلامي بانکوالۍ پراختیا او پرمختیا؛
  7. د پيسو وینځلو مخنیوی.

اسلامي امارت په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا او ترویج په برخه کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې بې شمېره فرصتونه برابر کړي دي او له دوی غواړي چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.

-8د سوداګرۍ سکټور

افغانستان د ۱۴۰۱ لمریز کال پر مهال د شاوخوا دوه میلیاردو ډالرو په اندازه صادرات درلودل. اسلامي امارت د سوداګرۍ په برخه کې بې شمېره اسانتیاوې رامنځته کړې دي چې ځیني یې د نمونې په ډول لاندې ذکر کوو:

  1. د صنعت‌کارانو د برېښنا ستونزو حلول؛
  2. د صنعتي پارکونو پراختیا؛
  3. د صنعتي خونو جوړول؛
  4. په خامو مواد د تعرفې کمول؛
  5. د سړو خونو جوړول؛
  6. د ملي او نړیوالو نندارتونونو جوړول؛
  7. د مالیاتې جریمو معافېدل؛
  8. په ګمرکونو کې د ۲۴ ساعته خدمتونو وړاندې کول؛
  9. د هوایي دهلېزونو پرانیستل؛
  10. په ترانزیټ کې د آسانتیاوو رامنځته کول؛

د اسلامي امارت له لوري د سوداګرۍ سکټور په لاندې برخو کې د پانګونې فرصتونه رامنځته شوي دي:

  1. معیاري ترانسپورت درلودل؛
  2. د ګمرکونو عصري کول؛
  3. د کرنیزو محصولاتو پروسس او بسته بندۍ د مرکزونو جوړول؛
  4. د توکو د کیفیت د کنټرول لپاره د معیاري لابراتوارونو جوړېدل؛
  5. د ګودامونو جوړول؛
  6. د صنعتي پارکونو پراختیا او جوړول؛

-9برېښنایي حکومتولي

اسلامي امارت د برېښنايي حکومتولۍ په برخه کې د خصوصي سکټور سره په ګډه په لاندې برخو کې د پانګونې لپاره زمینه برابره کړې ده:

  1. د عوایدو راټولولو سیستم؛
  1. د جوازونو ورکړې سیستم؛
  2. د ترانسپورتي وسایطو د سرعت کنټرول سیستم؛
  3. په ترانسپورتي وسایطو کې د جي پي ایس سیستم نصب؛
  4. د لوړ تناژ تلو نصبولو سیستم؛
  5. د باروړنکو موټرو د سکن سیستم.

د سیمه‌ییز اتصال په برخه کې افغانستان د منځنۍ او سویلي آسیا ترمنځ د ترانزیټ او د انرژۍ لېږد لپاره تر ټولو پر نيږدې او امن لار باندې بدل شوی دی. اسلامي امارت د ټاپي، کاسا زر، ټوټاپ او ټاپ پروژو کې د پانګونې لپاره زمینه برابره کړې ده.

د یادولو وړ ده، چې اسلامي امارت د پورته ذکر شویو سکټورونو سربېره په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې شته اسانتیاوې، له پانګوالو ملاتړ او هغه نقاط چې دلته یې د پانګونې لپاره زمینه برابره کړې عبارت دي له:

  1. د پانګونې ملاتړی حکومت؛
  2. ځوان، وړ او ارزانه کاري ځواک؛
  3. د سوداګرۍ او کاروبار لږ لګښتونه؛
  4. د سیمه‌ییزو اړیکو له لارې نړیوالو بازارونو ته لاسرسی؛
  5. دوه اړخیز او څو اړخیز سوداګریز تړونونه؛
  6. یو نا کارول شوی بازار چې د پام وړ لږ شمېر سیالان او د سوداګرۍ ترسره کولو لپاره پراخه چاپیریال لري؛
  7. د سوداګرۍ نړیوال سازمان غړیتوب؛
  8. د سوداګریزو شخړو حل مرکز؛
  9. او سرتاسري امنیت.