د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک وروستي راپور په تړاو د ا.ا.ا د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت اعلامیه!

WhatsApp Image 2023-08-01 at 11.34.59

د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک وروستي راپور په تړاو د ا.ا.ا د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت اعلامیه!

د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک له لوري د ۲۰۲۳ میلادي کال د جولای میاشتې په ۳۱مه نېټه راپور خپور شوی دی. په دې راپور کې د افغانستان په اقتصادي وضعیت کې رامنځته شویو مثبتو پرمختګونو ته اشاره شوې ده. د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت هغه راپورونه چې د افغانستان د نورو برخو ترڅنګ د اقتصادي وضعیت په اړه مثبت او له واقعیتونو ډک وي، ستايي او پر دې باور دی چې د هېواد د اقتصادي وضعیت په تړاو چې کوم مثبت مسایل په راپور کې رانغاړل شوي دي، دا یو واقعیت دی او دغه ډول باید ټول ترسره شوي پرمختګونه نړۍ ته په ډاګه او له پامه ونه غورځول شي.

په راپور کې ویل شوي چې د انفلاسیون کچه د تېرو میاشتو په پرتله نوره هم ټیټه شوې، په کور دننه د خوراکي توکو په تولید کې زیاتوالی راغلی، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی، د خوراکي او غیر خوراکي توکو په بیو کې ټیټوالی راغلی، د حکومت له لوري پر واردېدونکو خوراکي توکو تعرفه کمه شوې، په بانکي سیسټم کې پرمختګ شوی او په ځانګړي ډول د سوداګریزو شرکتونو له پاره اسانتیاوې رامنځته شوې دي، کاري فرصتونه زیات شوي، د صادراتو ترڅنګ د وارداتو او ملي عوایدو کچه هم زیاته شوې، د دولتي کارکوونکو معاشونه په وخت ورکړل شوي او باکیفیته روغتیايي خدمتونه خلکو ته وړاندې شوي دي

د افغانستان اسلامي امارت پر دې باور دی چې که نړیواله ټولنه مثبت تعامل ته مخه، بندیزونه لرې او د افغانستان کنګل شوې شتمني آزاده کړي، نو افغانستان به د نورو برخو ترڅنګ په اقتصادي برخه کې په بشپړ ډول پرمختګ وکړي. دغه راز د افغانستان اسلامي امارت له ټولو نړیوالو سازمانونو غواړي چې د افغانستان په اړه نړۍ ته هغه پرمختګونه په ډاګه کړي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره په افغانستان کې رامنځته کېږي؛ په دې سره به نړۍ د افغانستان پر واقعي وضعیت او دلته له ترسره شویو پرمختګونو څخه خبره شي.

د افغانستان اسلامي امارت له نړیوال بانک څخه غواړي چې د افغانستان په اړه د واقعیتونو د خپرولو تر څنګ، هغه پروژې چې د دې سازمان له لوري تمویلېدې او اوس یې کارونه نیمګړي پاتې دي، بېرته پیل او چارې یې بشپړې کړي.

د افغانستان اسلامي امارت

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت