د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک وروستي راپور په تړاو د ا.ا.ا د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت اعلامیه!

123d

د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک له لوري د ۲۰۲۳ میلادي کال د اګست میاشتې په ۳۱مه نېټه راپور خپور شوی دی. په دې راپور کې د افغانستان اقتصادي وضعیت په برخه کې ترسره شوي پرمختګونه را اخیستل شوي دي. په راپور کې ویل شوي چې د انفلاسیون کچه د تېرو میاشتو په پرتله نوره هم ټیټه شوې، په کور دننه د خوراکي توکو په تولید کې زیاتوالی راغلی، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د پام وړ لوړ شوی، د خوراکي او غیر خوراکي توکو په بیو کې ټیټوالی راغلی، په بانکي سیسټم کې پرمختګ شوی او په ځانګړي ډول د سوداګریزو شرکتونو له پاره اسانتیاوې رامنځته شوې دي، کاري فرصتونه زیات شوي، د صادراتو ترڅنګ د وارداتو او ملي عوایدو کچه هم زیاته شوې، د دولتي کارکوونکو معاشونه په وخت ورکړل شوي او باکیفیته روغتیايي خدمتونه خلکو ته وړاندې شوي دي. د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي وضعیت په تړاو د نړیوال بانک له لوري د خپاره شوي راپور ستاینه کوي او وايي چې په راپور کې راغلي واقعیتونه او پرمختګونه  یو عیني واقعیت دی چې یاد بانک نړۍ ته وړاندې کړی دی. د افغانستان اسلامي امارت پر دې باور دی چې که نړیواله ټولنه مثبت تعامل ته مخه، بندیزونه لرې او د افغانستان کنګل شوې شتمني آزاده کړي، نو افغانستان به د نورو برخو ترڅنګ په اقتصادي برخه کې په بشپړ ډول پرمختګ وکړي. دغه راز د افغانستان اسلامي امارت له ټولو نړیوالو سازمانونو غواړي چې د افغانستان په اړه نړۍ ته هغه پرمختګونه په ډاګه کړي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره په افغانستان کې رامنځته کېږي؛ په دې سره به نړۍ د افغانستان پر واقعي وضعیت او دلته له ترسره شویو پرمختګونو څخه خبره شي. د افغانستان اسلامي امارت له نړیوال بانک څخه غواړي، هغه پروژې چې د دې سازمان له لوري تمویلېدې او اوس یې کارونه نیمګړي پاتې دي، بېرته پیل او چارې دې بشپړې کړي.

د افغانستان اسلامي امارت

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت