د افغانستان له لارې له ترکمنستان څخه پاکستان ته د ګاز او نفتي موادو د ترانزیټ طرحه منظوره شوه

dpmea_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۴ - ۹:۱۵
قصر مرمرین

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د افغانستان له لارې د ترکمنستان څخه پاکستان ته د ګاز او نفتي موادو د ترانزیټ په اړه د ترانزیټ ملي کمېټې له لوري تایید شوې طرحه د یوې ازمایښتي دورې لپاره منظوره کړه. دغه طرحه د اقتصادي ودې او ترانزیټ د پياوړتیا په موخه جوړه شوې، چې له مخې به یې له مرکزي آسیا څخه سویلي آسیا ته د ګاز او نفتي موادو په ترانزیټ کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي. د افغانستان له لارې د مرکزي آسیا څخه سویلي آسیا ته د ګاز او نفتي موادو په ترانزیټ سره به د ملي عوایدو په کچه کې زیاتوالی راشي او پردې سربېره به د هېواد د ترانسپورټ سکټور وده وکړي او هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS