د اقتصادي کمېسیون 22مه ناسته ترسره شوه

fdpm_admin
شنبه ۱۴۰۱/۳/۲۱ - ۹:۵۰
اقتصادی کمېسیون

نېټه: ۲۰۲۲ کال، جون 9مه
د رياست الوزراء د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسيون په 22مه غونډه کې پر بېلابېلو موضوعاتو مفصل بحثونه وشول. د ماليې وزارت، اوبو او انرژۍ وزارت، د افغانستان بانک او د فراه ولس استازو يوې ګډې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې د فراه د بخش آباد برښنا بند له نږدې وګوري او د پاتې کارونو په اړه يې راپور د دغه کمېسيون راتلونکي مجلس ته وړاندې کړي. د اقتصادي کمېسيون په ياده غونډه کې همدارنګه ماليې وزارت، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او د افغانستان بانک مسلکي استازو ته هدايت وشو، چې له کانونو او پتروليم وزارت سره "د کانونو د استخراج قانون" باندې په ګډه له سره غور وکړي. د دغه قانون پر اساس به له هغو شرکتونو سره تړون کېږي، چې پر مالي توانايۍ سربېره د استخراج ظرفيت هم ولري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS