د اقتصادي کمېسیون 26مه غونډه ترسره شوه

fdpm_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۴/۶ - ۱۲:۲
67

نېټه: 2022، جون 27

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون 26مه غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د «هلمند نوشیروان مرمر ډبرو شرکت» له لوري پر اوږدمهالې پانګونې، په مرکزي سیلو کې د زرګونو میټریک ټنه نخودو پر پروسس او همدارنګه د پاشدان بند د پاتې کارونو پر بشپړولو مفصل بحثونه او لازمې لارښوونې وشوې.

د اقتصادي کمېسیون په دغه غونډه کې د افغانستان او ازبیکستان تر منځ د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پياوړتیا په موخه، د صنعت او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ د سوداګرو یو ګډ پلاوي ته هدایت وشو، چې ازبیکستان ته رسمي سفر وکړي.

اقتصادي کمېسیون همدا راز تر هراړخیزې ارزونې وروسته پر نویو جوړېدونکو تېل پمپونو باندې «د افغانستان نفت او ګاز دولتي شرکت» له لوري جوړ شوی توحیدي طرزالعمل هم د تطبیق وړ وباله.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS