د الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ طبیعي پېښو ته د رسېدو کمېسیون څلورمه ناسته ترسره شوه
نېټه: 2022، سپټمبر 21مه
د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ طبیعي پېښو ته د رسېدو کمېسیون څلورمه ناسته ترسره شوه. په دغه ناسته کې د کورنیو او بهرنیو مؤسسو له لوري هېوادوالو ته د مرستو رسولو پر شفافیت او په دغه بهیر کې د موجوده ستونزو پر حل، د سکټوري وزارتونو او مؤسسو ترمنځ پر همغږۍ، د مرستو د ویش لړۍ پر شفافیت او د مؤسسو لخوا اقتصاد وزارت ته د خپل راپور پر ورکولو او نورو مهمو مواردو تفصیلي خبرې وشوې.
همدارنګه محترم ملا صاحب طبیعي پېښو ته د رسېدو کمېسیون غړو وزارتونو ته سپارښتنه وکړه، څو د همغږۍ او معلوماتو د تبادلې په موخه د مرکزي ډېتابیس جوړ شوی سیسټم ژر فعال او عملاً پر کار پيل وکړي.
په پای کې محترم ملا صاحب د یاد کمېسیون غړو وزارتونو ته هدایت وکړ، چې د کارونو د ښه ترسراوي په موخه خپله همغږي زیاته او د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو پر مهال هیوادوالو ته د مرستو رسولو لپاره پوره چمتووالی ونیسي.