د الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ په را روان ژمي کې د سون توکو د بیو کنټرول په پار ځانګړې ناسته ترسره شوه

fdpm_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۳ - ۹:۸
103

نېټه: 2022، اکټوبر 5مه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ په ځانګړې جوړه شوې غونډه کې د را روان ژمي پر مهال د سون توکو د بیو پر کنټرول مفصل بحث وشو.

په غونډه کې تر هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه چې د هېوادوالو د ژمنیو ستونزو د حل په موخه به د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د نورستان، کونړ، ننګرهار، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو ځنګلونو کې هغو د سون لرګیو ته چې کلونه مخکې وهل شوي، بازار ته د داخلېدو اجازه ورکړي.

په همدې تړاو کرنې وزارت ته سپارښتنه وشوه چې په یادو ځنګلونو کې به په هېڅ ډول چا ته اجازه نه ورکوي، چې ځنګلونه ووهي او که څوک پر دغه عمل مرتکب ونیول شي، د قانون منګولو ته به سپارل کېږي.

په دغه غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت په مشرۍ، مالیې وزارت او کابل ښاروالۍ ته دنده وسپارل شوه، چې په ژمي کې ډبرو سکرو د نرخونو د کنټرول په موخه طرحه جوړه او راتلونکي مجلس ته یې وړاندې کړي.

په را روان ژمي کې د مایع ګاز د بیو د کنټرول او احتیاطي ذخیرو درلودو په موخه مالیې او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او کابل ښاروالۍ ته دنده وسپارل شوه، چې په دغه برخه کې د خصوصي سکټور په ملتیا د ګاز او نفتو دولتي شرکت سره په ګډه لازم تصامیم ونیسي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS