د توکو کیفیت کنټرول او د هغې ارزښت ته ځغلنده کتنه

لیکوال: فضل ولي شیراني

مقدمه

د بشري ژوند د اړتیا وړ ټول توکي د انسانانو په روغتیا کې ستر او مهم رول لري؛ خو خواړه، درمل او سون‌توکي د بشري ټولنې له بنسټیزو اړتیاوو څخه ګڼل کېږي او چمتو کول یې ضرورت دی. د ټولنې له پاره د باکیفیته خوړو، درملو او سون‌توکو برابرول د حکومتونو او متخصصانو یو ستر مسؤولیت دی. دا توکي هغه مهال د انسان له پاره ګټور تمامېدای شي چې بې کیفیته او ککړ نه وي، له دې پرته دا ټول توکي د انسانانو له پاره روغتیايي ستونزې را ولاړوي او داسې زیانونه ټولنې ته په میراث پرېږدي چې بیا یې جبران ستونزمن، څه چې ناممکن دی. د خوراکي توکو په ګډون د درملو او سون‌توکو، لکه د تیلو او ګازو د کیفیت کنټرول په دې موخه چې هغه فزیکي، کیمیاوي او بیولوژیکي خطرونه لري، ډېر اړین او ضروري دی. دا چاره باید په داسې منظم ډول ترسره شي، چې موږ ته د توکو د تولید په بهیر کې د قوانینو او ټاکلو معیارونو له مخې د کار د اجراء او نه اجراء په اړه معلومات راکړي. یادو مواردو ته په کتو او د تولیدي او توریدي محصولاتو د کیفیت د کنټرول، د سوداګرۍ پراختیا، د ملي اقتصاد ودې او ملي او نړیوالو بازارونو ته د لار موندنې په موخه د ټولو تولیدي، توریدي او صادراتي موادو د ازمېیښتي لابراتوارونو ایجاد د هېواد په کچه یوه اړتیا بلل کېږي. اسلامي امارت دې اړتیا ته په پاملرنې سره په دې برخه کې چټک ګامونه پورته کړي دي. د هېواد په سترو ښارونو او مهمو بندرونو کې یې د توکو د کیفیت معلومولو په موخه لابراتوارونه فعال او په کومو ځایونو کې چې ورته اړتیا لیدل کېده هلته یې له سره د رغولو له پاره پلانونه چمتو او هڅه کوي چې ژر تر ژره یې عملي او هېواد ته د بې کیفیته توکو د وارېدېدو مخه ونیسي. له دې څخه جوتېږي چې د توکو د کیفیت کنټرول او معیاري کېدل یوه اړتیا ده.

د توکو کیفیت کنټرول او معیاري کولو اړتیا

د معیاري کولو زیربنا مخ پر ودې هېوادونو کې د اقتصادي ودې ضمانت کوي. معیار یا سټنډرډ د اقتصادي پراختیا او سوداګریزې وړتیا مهمه برخه جوړوي او د پېرېدونکو، چاپېریال او ټولنې په خوندي ساتلو کې مهم رول لوبوي. د سیمې هېوادونو او نړۍ سره د سوداګرۍ پراختیا د کیفیت په کنټرول او معیاري کېدو باندې ولاړه ده، چې نه یوازې د سوداګرۍ په برخه کې شته تخنیکي ستونزې ختموي، بلکې د توکو له پاره مارکیټ ته لاسرسی هم اسانه کوي. له جګړې وروسته د مخ پر ودې هېوادونو د اقتصادي ودې پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ د سوداګریز بېلانس ګډوډېدل دي، چې هغه بیا هېواد ته له بهره د وارداتو لپاره زمینه برابروي. د خلکو کمزوری اقتصادي حالت دې ته زمینه برابروي چې بازار ته په ټیټ کیفیت مواد وړاندې شي چې کولای شي د خلکو روغتیا ترڅنګ چاپیریال هم زیانمن کړي. په همدې موخه اړینه ده چې د هېواد د اقتصادي ودې او سوداګرۍ د پراختیا له پاره د توکو کیفیت معیاري شي، څو له یوه لوري خلکو ته روغتیايي ستونزې راولاړې نه کړي، چاپیریال ککړ نه کړي او له بل لوري کوم تولیدات چې په معیاري ډول ترسره شي، هغه نړیوالو بازارونو ته لار پیدا کړي. اسلامي امارت دغو ټکو ته په پاملرنې سره په دې برخه کې ګامونه پورته کړي دي او هڅه یې داده چې د واردو شویو توکو کیفیت په کره ډول کنټرول او یوازې د اړتیا وړ هغه توکي چې کیفیت یې ښه دی هېواد ته راوړي.

د توکو کیفیت په برخه کې د اسلامي امارت له لوري ترسره شوې کړنې

د اسلامي امارت په راتګ سره، ددې له پاره چې د هېواد کمزوری اقتصاد په پښو ودرېږي او هېواد له وارداتي حالته راووځي او پر یوه صادراتي هېواد بدل شي، هڅه دا ده چې ټولې هغه لارې چارې چې د پورتنیو مواردو له پاره اړینې دي، په کار واچوي. له دې ډلې څخه یو هم افغانستان ته د وارداتي توکو د کیفیت کنټرول دی. د دې چارې په موخه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ د اقتصاد کمېسیون په غونډه کې پرېکړه وشوه چې ټول نفتي توکي او مایع ګاز به د نفتو او ګاز دولتي شرکت تر ریاست لاندې له مالیې وزارت، صنعت او سوداګرۍ وزارت او د سټنډرډ ملي ادارې څخه د جوړې شوې ګډې کمېټې له تایید وروسته هېواد ته واردېږي. دغه راز په اقتصادي کمېسیون کې دا پرېکړه هم شوې چې کوم سوداګر هېواد ته بې کیفیته توکي، تیل یا ګاز واردوي او د سټنډرد ملي ادارې له معیارونو سره برابر نه وي، د هغو سوداګرو جوازونه دې لغوه شي او دوی دې د قانون منګولو ته وسپارل شي. له دې څخه جوتېږي چې اسلامي امارت هېواد ته د واردېدونکو توکو د کیفیت د کنټرول په برخه کې جدي دی. د توکو د کیفیت د کنټرول مسؤلیت د سټنډرډ ملي ادارې پر غاړه دی. دا اداره نفتي محصولاتو، درملو، د سینګار توکو، ودانیز توکو، خوراکي توکو، میټرولوژي، چاپېريال، بریښنایي ټیکنالوژي او مخابراتو، ټوکر او چرم، کيمياوي توکو او پلاستيکونو د کیفیت د مدیریت سیسټم او ساختماني ملي کوډونو په سکټورونو کې فعالیت کوي. همدارنګه په دې برخه کې د قوانینو، لایحو او کړنلارو، دغه راز د لابراتوارونو جوړول او د جوړو شویو لابراتوارونو د فعالیتونو پیلول یې نورې هغه دندې دي، چې د سټنډرډ ملي اداره یې ترسره کوي. یادې ادارې د خپلو دندو او واکونو په چوکاټ کې تر ډېره برېده خپل فعالیتونه په ښه توګه ترسره کړي دي او په خپلو اړوندو چارو کې یې پرمختګونه تر سترګو کېږي. د سټنډرډ ملي ادارې د ۱۴۰۱ لمریز کال په خپل کلني راپور کې ترسره شویو فعالیتونو ته په اشارې ویلي دي چې د پلان شویو سټنډرډونو چمتو کولو په موخه یې له نړیوالو او سیمه‌ییزو سازمانونو څخه د اړتیا وړ معلومات راغونډ کړي دي. دغې ادارې د کیفیت د مدیریت، خوراکي توکو او زراعتي محصولاتو، درملو او سینګار توکو، ساختماني او نفتي موادو، نساجۍ او چرم، چاپېریال ساتنې، کیمیاوي او پلاستیکي توکو او مخابراتو په برخو کې د اړوندو تخنیکي کمېټو په وسیله ۹۸ سټنډرډونه نهايي کړي او د سټنډرډ عالي شورا تصویب ته چمتو دي.  د سټنډرډ ملي ادارې تر دې مهاله ۳۵۷۰ کیلو ګرامه بې کیفیته او له وخته تېر خوراکي توکي، د مینځلو توکي او غیر الکولي مشروبات له منځه وړي دي. د سټنډرډ ملي ادارې خپل عواید سل سلنه راټول کړي او د فساد مخه یې نیولې ده. دغه راز د یادې ادارې له لوري په مرکز او بندرونو کې د کیفیت د کنټرول پروسه بېرته پیل شوې او په منظم او شفاف ډول خدمات وړاندې کوي. په شپږو بندرونو (حیرتان، اسلام قلعه، تور غونډۍ، نیمروز، فراه او آقینه) کې د نفتي موادو لابراتوارونه بېرته فعال شوي. تر دې دمه هېواد ته د (48602) ټانکرونو په اندازه نفتي توکي، مایع ګاز او د هغو مشتقات را وارد شوي چې له دې جملې څخه (460) ټانکرونه د کیفیت د تثبیت د سټنډرډ خلاف وو او اړوندو ادارو ته معرفي شوي دي. دغه راز د دې ادارې له لوري هېواد ته واردېدونکي ودانیز توکي هم د کیفیت له پلوه ارزول کېږي. په تېر یوه کال کې د سټنډرډ ملي ادارې د هېواد په مرکز او بندرونو کې د نفتي او ساختماني توکو د کیفیت د تثبیت له پروسې څخه 916 مېلیونه 557 زره 377 افغانۍ عواید راټول کړي دي، چې دا د عوایدو په برخه کې یو ښه پرمختګ دی. په همدې ډول د سټنډرډ ملي اداره له قانون او مقرراتو سره سم د هېواد په کچه د موټرو، ماشین الاتو، د برېښنا د تولید د ماشینونو او ګرمولو د وسایلو د سون توکو د مصرفي نورمونو د تعیین او تثبیت مسؤلیت لري، د وزارتونو او بېلابېلو ادارو په غوښتنه یې د نورمونو د تثبیت په برخه کې چټک او منظم ګامونه پورته کړي دي. د سټنډرډ ملي اداره چې د سټنډرډ د بین المللي سازمان(ISO)، د الکتروتخنیک د بین المللي کمیسیون(IEC)، لابراتوارونو ته د اعتبار ورکولو د بین المللي کمیسیون، د اسلامي هېوادونو د سټنډرډ او مټرولوژۍ انسټیټیوټ د سازمان (SMIC) او د سویلي اسیا د سیمه‌ییز سټنډرډ د سازمان (SARSO) غړیتوب لري. دغې ادارې د قوانینو او لایحو په چمتو کولو کې هم کار کړی دی. د ډبرو سکرو، ساختماني توکو، نساجۍ، قالینو او برېښنا په برخه کې یې کړنلارې چمتو کړې چې د تصویب په موخه به یې اقتصادي عالي شورا ته واستوي. همدارنګه یو لړ نور طرزالعملونه یې چمتو کړي چې وروستۍ مسوده به یې اقتصادي کمېسیون ته د تصویب لپاره وړاندې شي. د تولیدي او وارداتي توکو د کیفیت د کنټرول په برخه کې د فعالیتونو د لاښه والي په موخه یې د سټندرډ ملي ادارې د کاري موډل طرحه ترتیب کړې ده. د ادارې ستراتیژیک پلان یې چمتو کړی او د منظورۍ لپاره یې اقتصادي کمېسیون ته لېږلی دی. پر دې ټولو سربېره دغه اداره پلان لري چې د محصولاتو او مدیریتي سیسټمونو له پاره کیفي تصدیق پاڼې صادرې کړي، څو وکولای شي افغاني محصولات او توکي په نړیوالو بازارونو کې خپل ارزښت زیات کړي. دغه راز یو لړ نور پلانونه هم لري چې له مخې به یې د افغانستان تولیدات او محصولات په نړیوالو بازارونو کې د کیفیت له مخې له نړیوالو معیارونو سره سم وړاندې شي.

پایله

د انسانانو د اړتیا وړ ټولو توکو کیفیت د انسانانو په روغتیا کې مهم رول لري. خواړه، درمل، سون‌توکي او دې ته ورته نور توکي د بشري ټولنې له بنسټیزو اړتیاوو څخه شمېرل کېږي او چمتو کول یې اړین دي. د ټولنې له پاره د باکیفیته خوړو، درملو، سون توکو برابرول د حکومتونو او متخصصانو له سترو مسؤولیتونه ګڼل کېږي، چې ډېرې پاملرنې ته اړتیا لري. د انسانانو د اړتیا وړ ټول توکي هغه مهال ټولنې او خلکو ته ګټور تمامېدای شي، چې کیفیت یې ښه او په معیارونو برابر وي.  معیار یا سټنډرډ د اقتصادي پراختیا او سوداګریزې وړتیا مهمه برخه جوړوي او د پېرودونکو، چاپیریال او ټولنې په خوندي ساتلو کې مهم رول لوبوي. د سیمې له هېوادونو او نړۍ سره د سوداګرۍ پراختیا د کیفیت په کنټرول او معیاري کېدو باندې ولاړه ده، ځکه دا چاره له دې لارې له یوې خوا د سوداګرۍ په برخه کې شته تخنیکي ستونزې ختموي او له بلې خوا د توکو له پاره مارکیټ ته لاسرسی هم اسانه کوي. د افغانستان اسلامي امارت د سټنډرډ ملي ادارې له لارې هڅه کوي چې په افغانستان کې د خلکو د اړتیا وړ ټولو توکو کیفیت په ښه توګه وڅاري او هغه توکو ته په بازار کې اجازه ورنه کړي، چې کیفیت یې ټیټ یا خراب وي. په دې برخه کې په ځانګړې توګه یو هم هېواد ته د وارداتي توکو د کیفیت کنټرول دی، چې د سټنډرډ ملي ادارې له لوري په کلکه کنټرول کېږي. د سټنډرډ ملي ادارې د خپلو دندو او واکونو په چوکاټ کې تر ډېره برېده خپل فعالیتونه ترسره کړي دي او په خپلو اړوندو چارو کې یې پرمختګونه تر سترګو کېږي. که په همدې ډول یې کارونه مخ ته ولاړ شي، نو لرې نه ده چې افغاني توکي او محصولات په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی ځای پیدا او هېواد به مو د بې کیفیته یا ټیټ کیفیته توکو له واردولو څخه خلاص شي. په دې سره به مو له یوه لوري سوداګري وغوړېږي او له بل لوري به مو په صادراتو کې زیاتوالی راشي. د دې ټولو ترڅنګ به مو هېوادوال له هغو روغتیايي ستونزو ژغورل شوي وي چې د بې کیفیته توکو له امله ورسره مخ دي.