د جلال آباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه تایید شوه

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۱۳:۴۵
5U2A0453

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې له لوري د جلال آباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د ښاروالۍ په ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د دې کمېټې له لوري د راغلو تعدیلاتو په نظر کې نیولو سره تایید او د منظورۍ لپاره اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه. همدا راز یادې ناستې ته د خصوصي سکټور له لوري د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید او په کابل ښار کې د مجهز او عصري روغتون د جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې. تر هراړخیز بحث وروسته ټاکل شوو کمېټو ته دندې وسپارل شوې، څو د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې د نظرونو په پام کې نیولو سره د طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره د یادو طرحو د مالي، اقتصادي او تخنیکي اړخونو د ارزونې او همدا راز د ځمکې د تثبیت او قراردادونو د وخت په اړه تخنیکي ناستې ترسره او راپورونه یې دې پر ټاکل شوو نېټو دې کمېټې ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS