د خواف- هرات رېل پټلۍ پروژې اقتصادي ارزښت ته ځغلنده کتنه

لیکوال: فضل ولي شیراني

سریزه

د ترانزیټ له پاره د  لویو لارو، سړکونو، د رېل پټلیو غځولو، هوايي کرښو او معیاري هوايي ډګرونو جوړول اړین دي، ځکه ددې ترانزیټي او مواصلاتي زېربناوو له رغونې پرته د یوه هېواد ښیرازي او پرمختیا امکان نه لري. اسلامي امارت پورتنیو ټکو ته په پاملرنې سره غواړي د نورو زېربناوو ترڅنګ له رغول شویو رېل پټلیو ګټه پورته کړي او نوې هغه جوړې کړي. دوی پر دې باور دي چې افغانستان په وچه کې ایسار هېواد دی او د ځمکنیو لارو او رېل پټلۍ پرته نه شي کولای له ګاونډیو او په ټوله کې له نړۍ سره خپلې سوداګریزې اړیکې ټینګې او راکړه ورکړه ترسره کړي. د رېل پټلۍ له لارې به لومړۍ له ګاونډیو او بیا د نړۍ له نورو هېوادونو سره ونښلول شي. په افغانستان کې د رېل پټلۍ جوړول څه نوې خبره نه ده، بلکې په ۱۹۲۰میلادي کال د امان الله خان د واکمنۍ پرمهال رېل پټلۍ جوړه شوې، خو یوازې یوه نمونه وه، نور داسې څه نه و چې له هغې دې یا له نړۍ سره د افغانستان د نښلولو له پاره ګټه پورته شي او یادې هم د ترانزیټ په برخه کې کارنده واقع شي. د رېل دغه کوچنۍ کرښه اووه کیلومتره وه او د کابل له دهمزنګ ماشینخانې څخه بیا د پغمان تر نوې ښارګوټي پورې غځیدلې وه. په تېرو څو لسیزو کې په دې برخه کې هغه ډول کار چې باید ترسره شوی وی نه دی ترسره شوی. اسلامي امارت په دې برخه کې ځینې پلانونه او طرحې چمتو کړې دي. هڅه یې داده چې افغانستان د رېل پټلۍ له لارې لومړی د سیمې او بیا له نړۍ سره ونښلوي. ددې طرحو څخه یوه طرحه د مزارشریف- هرات- کندهار سپین بولدک رېل پټلۍ ده. که دا پروژه بشپړه شي نو شک پرته چې افغانستان د اسیا لویې وچې د وصل په نقطه بدل شي. په ټوله کې خو رېل پټلۍ لکه څنګه چې اشاره ورته وشوه، د ترانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې مهم رول لري، خو موږ په دې لیکنه کې یوازې د خواف- هرات ترمنځ رېل پټلۍ په اړه غږیږو او د هغې اقتصادي ارزښت ته مو نغوته کړې ده.

د خواف- هرات ترمنځ د رېل پټلۍ پروژه

د خواف – هرات د اورګاډي پټلۍ پروژه د پنځو هېوادونو د رېل پټلۍ دهلیز (FNRC) برخه ده. دغه رېل پټلۍ به د ایران، افغانستان، تاجکستان، قرغزستان او چین څخه تیرېږي. ټول اوږدوالی یې دوه زره کیلومتره دی. دا رېل پټلۍ له هرات څخه په تیرېدو د افغان-تاجک پولې ته رسېږي او له تاجکستان څخه تر تیرېدو وروسته قرغزستان ته او هلته به د چین-قرغزستان-ازبیکستان (CKU) رېل پټلۍ سره نښلي. د  روان میلادي کال مۍ میاشتې په نهمه د لومړي ځل له پاره په ازمایښتي ډول د ایران څخه هرات ته د خواف-هرات رېل پټلۍ له لارې رېل راغی چې پکې ۱۷ واګونونه و او ۶۵۵ ټنه د رېل پټلۍ وسایل  پکې را انتقال شو. د خواف- هرات رېل پټلۍ ټول اوږدوالی ۲۲۵کیلومتره دی چې له دې جملې یې ۱۴۰ کیلومتره په افغانستان او پاتې ۸۵کیلومتره یې په ایران کې غځېدلې ده .

د پروژې اقتصادي ارزښت

لکه څرنګه چې ټولو هېوادوالو ته جوته او معلومه ده افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په وچه کې ایسار او سمندر ته لار نه لري. په نړۍ کې په ځانګړي ډول اسیا کې هغه هېوادونه چې په وچه کې پراته دي، تر ټولو غوره، خوندي او ارزانه ترانسپورټ د رېل ګاډي ترانسپورټ دی. بله دا چې د چټکې سوداګرۍ د ودې لپاره کولای شو د رېل پټلۍ له لارې د سیمې او نړۍ ګڼو سوادګریزو مارکېټونو ته ځان ورسوو او پرته له دې موږ نه شو کولای د سيمه ییز اتصال تر عنوان لاندې د سيمې او نړۍ له سترو اقتصادي او سوداګریزو بازارنو سره وصل شو؛ نو همدې اصل ته په کتو د افغانستان اسلامي امارت د نورو سکټورونو ترڅنګ د رېل پټلۍ برخې ته پوره پام ور اړولی دی او په دې برخه کې یې ځینې پروژې پلې او د ځینو له پاره یې پلانونه چمتو کړي دي. کله چې د رېل پټلۍ له لارې افغانستان د سیمې او بیا له نړۍ سره ونښلول شي، نو بیا دا ډاډ شته چې د افغانستان سوداګري به پراختیا وکړي او ترڅنګ به یې اقتصادي وده رامنځته شي. ددې پروژو له ډلې یوه هم د خواف- هرات د رېل پټلۍ پروژه ده چې چارې یې بشپړې شوې دي.له دې پروژې څخه د افغانستان موخه داده چې د امریکا او لوېدیځ له لوري له لګول شويو بندیزونو سره سره د خپلې سوداګرۍ او اقتصادي ودې له پاره بدیلې لارې چارې ولټوي. د خواف- هرات رېل پټلۍ بله ګټه داده چې افغانستان به له دې لارې د سیمې د یو شمېر هېوادونو له ترانسپورټي دهلیزونو سره ونښلي او وبه کولای شي د بندیزونو باوجود خپله سوداګري پراخه کړي. بله دا چې ددې رېل پټلۍ له لارې به افغان سوداګر په اسانۍ خپل سوداګریز توکي د منځنۍ اسیا هېوادونو له لارې لومړی چین او هند او بیا نړیوالو مارکیټونو ته په ټیټه بیه ورسوي. دغه راز یاده رېل پټلۍ سره له دې چې سوداګریز توکي په اسانۍ لېږدوي، د خلکو له پاره د کار زمینه هم برابروي چې ورسره به د خلکو اقتصادي وضعیت ښه والی ومومي. د خواف- هرات د رېل پټلۍ بله ګټه داده چې هېواد به په یوه اقتصادي څلور لارې بدل کړي او له بل لوري به د لویو لارو د ویجاړېدو مخه هم ونیسي. د خواف- هرات رېل پټلۍ یوه مهمه پروژه ده او په بشپړېدو به یې افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې پوره پرمختګ وکړي. له دې سره به له یوه لوري خلکو ته د کار زمینه برابره شي او له بل لوري به ملي عواید لوړ او اقتصادي وده به رامنځته شي.

پایله

افغانستان د جغرافیايي موقعیت له امله سمندر ته مستقیمه لاره نه لري او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره تړل ورته ډېر ارزښت لري. همدې اصل ته په کتو د اسلامي امارت  مشرتابه پتېیلې چې د ځمکې له لارې د سیمې او نړۍ هېوادونو سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي. د ځمکني ترانسپورټ په برخه کې له سمندري لارې راوروسته ډاډمنه او ارزانه لار رېل پټلۍ ده. په همدې موخه اسلامي امارت له ګاونډیو هېوادونو سره د خپلې راکړې ورکړې له پاره د رېل پټلۍ د جوړولو په برخه کې هلې ځلې پیل کړې دي. کومې رېل پټلۍ چې پخوا جوړې شوې وې او بیا د ځینو ستونزو له امله ترې ګټه نه پورته کېده او یا یې چارې نیمګړې پاتې وې، هغه ټولې یې تقریبا بېرته فعالې کړې دي. ددې خبرې ښه ثبوت د حیرتان- مزارشریف ترمنځ او د اقینې رېل پټلۍ دي چې هره ورځ پرې زرګونه ټنه توکي لېږدول کېږي. په دې وروستیو کې د خواف- هرات رېل پټلۍ وه چې له ایران څخه د افغانستان د هرات تر ولایت پورې غځیدلې ده. ددې رېل پټلۍ چارې تقریبا بشپړې دي او ګټې اخیستنې ته چمتو ده. د یادې رېل پټلۍ تر څنګ که چېرې شته نورې رېل پټلۍ او د راتلونکې له پاره پلان شوې رېل پټلۍ جوړې شي؛ نو له شک پرته چې افغانستان به د سیمې د ترانزیټ په مرکز بدل او په اقتصاد کې به یې ستر بدلون رامنځته شي.