د رياست‌الوزراء لومړي مرستيال د ازبیکستان د ولسمشر له اقتصادي مرستيال سره وکتل

fdpm_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۸ - ۱۱:۱۶
Sardar Umar

نېټه: د 2022 کال د فبروري 22مه

د رياست‌الوزراء لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان د ولسمشر له اقتصادي مرستيال سردار عمر زاکوف سره په چهارچنار ماڼۍ کې وکتل او په افغانستان کې یې د لويو اقتصادي پروژو پرپيل، د ريل پټلۍ پرجوړولو، د برښنا پرتوليد او سوداګرۍ ورسره خبرې وکړې. محترم ملاصاحب وويل: په افغانستان کې اوسمهال د پانګونې لپاره شرايط برابر شوي او ازبیکستان کولى شي د قرمز-مزارشريف-پېښور- کابل ريل پټلۍ او د پلخمري د (۵۰۰) کيلوواټه برښنا د ترميم په برخه کې پانګونه وکړي.

ښاغلي عمر زاکوف د خپلو خبرو پر مهال وويل، دوى چمتو دي چې راتلونکې مارچ مياشت کې د قرمز-مزارشريف- پېښور- کابل ريل پټلۍ لومړنۍسروې ترسره او په نږدې وخت کې به د پلخمري د برښنا د توليد چارې هم پيل کړي.

محترم ملاصاحب د ازبیکستان له لوري د هوايي چلند او هوايي ډګرونو د کنټرول او تنظیم په موخه، ازبیکستان کې د ۸۴ افغانانو له مسلکي روزنې هم ستاینه وکړه، چې لومړۍ ۱۲کسیزه ډله به یې راتلونکې شنبې دغه هیوادته لاړه شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کندز ولایت په ابدان دښته کې د ۳۰۰۰ واحده استوګنیز ښارګوټي د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

BACK TO NEWS