د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د (DP World) له مرستیال اجرائيه رئیس سره وکتل
نېټه: د 2022 کال د مې 19
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او ورسره مل هیئت په دوبۍ کې د (DP World) څو مليتي لوجستيکي کمپنۍ له مرستیال اجرائيه رئیس محمد المعلم سره وکتل. په دغه ناسته کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګريزو اړیکو پر پراخولو او په افغانستان کې د سوداګريزو بندرونو پر جوړولو خبرې وشوې، چې په فعالېدو سره به یې د افغانستان تولیدات نورو هېوادونو ته په اسانۍ سره انتقال او بهرني مارکېټ ته به لاره پيدا کړي.
په ياده ناسته کې د دواړو لورو لخوا توافق وشو چې د ذکر شويو موضوعاتو د تعقیب لپاره به یوه ګډه کمېټه جوړه او ژر به يې عملي چارې پيل کړي.