د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د کابل شهرنو پارک د بیارغېدو چارو د پيل پرانیسته وکړه

dpmea_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۵ - ۱۹:۴۲
5U2A6457

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د کابل شهرنو پارک د بیارغېدو چارو د پيل پرانیسته وکړه. شهرنو پارک ۹.۹ هکټاره مساحت لري چې د خصوصي سکټور له لوري د شاوخوا ۱.۲ میلیارده افغانیو پانګونې سره د ۳ کلونو په موده کې په اساسي ډول رغول کېږي. د شهرنو پارک د بیارغونې په پلان کې تر ځمکه لاندې سوداګریز مرکز، د پارک په څنډه کې سوداګریز کمپلکس، د ښځینه‌وو لپاره ځانګړی سوداګریز مرکز، د فوټسال لوبغالی، تفریحي ځایونه، رسټورانټونه، مسجد، د لامبو حوض او د موټرو لپاره پارکینګ په نظر کې نیول شوي، چې د جوړېدو پر مهال به یې سلګونو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS