د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند فراه او هرات ولایتونو ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ۱۴۴۴ قمري کال د شوال المکرم میاشتې په ۲۹ مه نېټه د شنبې په ورځ چې د ۱۴۰۲ لمریز کال د ثور میاشتې له ۳۰مې نېټې سره برابره ده، لومړی فراه او وروسته هرات ولایت ته سفر وکړ. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال سره د دغه سفر پر مهال د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور او یو شمېر نورو لوړپوړو دولتي چارواکو  یېملتیا کوله. محترم ملا صاحب فراه ولایت ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ د بالابلوک ولسوالۍ ته لاړ او هلته یې د بخش آباد بند د تونلونو چارو جوړولو پرانیسته وکړه. محترم ملا صاحب بخش آباد بند د فراه ولسونو لپاره یوه مهمه او حیاتي پروژه یاده کړه او دغو ولسونو ته یې د بشپړولو ډاډ ورکړ. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د فراه ولسونو ته په خطاب کې وویل چې ستاسې ستونزو ته رسېدنه، د بخش آباد په څېر د لویو پروژو پرانیسته او بشپړول چې ستاسې اقتصاد ورسره ښه کېږي، دا زموږ مسوولیت دی او اسلامي امارت پوره هڅه کوي چې په دې برخه کې ستاسې ټولې اړتیاوې پوره کړي. محترم ملا صاحب په افغانستان کې د اسلامي نظام راتلو لپاره د فراه ولسونو له بې شمېره قربانیو او سرښندنو قدرداني وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د فراه ولسونو ته د ارام او سوکاله ژوند برابرولو په  موخهبه د بخش آباد بند د پاتې چارو بشپړولو لپاره له ټولو شته امکاناتو کار واخلي. د بخش آباد بند له ښي لوري د ۵۰ کیلو متره او له چپ لوري د ۵۲ کیلومتره کانال په لرلو د ۶۸ زره او ۵۹۰ هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو او همداراز د لسګونه میګاواته برېښنا د تولید وړتیا لري چې پیل شوې چارې به یې په نېږدې راتلونکي کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د خپل سفر په دوهمه ورځ د مل پلاوي په ملتیا هرات ولایت ته لاړ او هلته یې د افغاني غالۍ جوړولو فابریکو څخه لیدنه وکړه. محترم ملا صاحب د یادو فابریکو له مسوولینو سره د هغوی د تولیداتو پر کیفیت، بازارموندنې، بهر ته یې د صادرولو پر اسانه لارو چارو او د هغوی پر شته ستونزو خبرې وکړې. محترم ملا صاحب د دغو پانګوالو او صنعتکارانو د فعالیت ستاینه وکړه چې هېوادوالو ته د کاري زمینې برابرولو، د کورني صنعت د ودې او همدارنګه د هېواد په اقتصادي وده کې یې برخه اخیستې. محترم ملا صاحب دوی ته د اسلامي امارت له لوري د شته ستونزو د حل او په هره برخه کې د بشپړې همکارۍ او اسانتیاوو رامنځته کولو ډاډ ورکړ. په هرات کې د افغاني غالۍ جوړولو فابریکو مسوولینو د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال سره د لیدلو پر مهال خوښي څرګنده کړه، چې د اسلامي امارت په راتګ سره یې امنیت تأمین شوی، مالیې پرې راکمې شوې، بهر ته د افغانستان په نوم او نښان د خپلو محصولاتو د لېږلو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شوې او تر ډېره یې په وخت او ښه ډول ستونزو ته رسېدنه شوې. دوی یو ځل بیا ډاډ ورکړ چې د هېواد په اقتصادي بیارغونه کې له اسلامي امارت سره په ډېر اخلاص او صداقت اوږه په اوږه ولاړ دي او خوشاله دي چې نن د هېواد د آبادۍ لپاره ژمن او صادق مشران لري. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د خپل سفر په درېیمه ورځ د هرات د ۲۰۷ الفاروق قول اردو له مسوولینو سره وکتل. د دغه لیدنې پر مهال د هرات والي شیخ الحدیث مولانا نور احمد اسلام جار، د ۲۰۷ قول اردو قمندان مولوي نصرالله مطیع او مرستیال یې الحاج ملا عبدالشکور بریالي حضور درلود. محترم ملا صاحب د هېواد په لوېدیځ زون کې د امنیت تأمینولو په پار د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د مسوولینو له ترسره شوو هڅه ستاینه وکړه او هغوی ته یې د لا قوي امنیت رامنځته کولو په موخه لازمې او اړینې سپارښتنې وکړې. د هېواد په لوېدیځ زون کې د مېشت ۲۰۷ الفاروق قول اردو مسوولینو محترم ملا صاحب ته اطمینان ورکړ، چې په ډېر اخلاص سره د هېوادوالو امنیت ساتلو هڅه کوي او پرې به نږدي چې د اسلام او افغانانو دښمنې او مخربې کړۍ په افغانستان او ځانګړې توګه لوېدیځ زون کې راغلی امنیت ګډوډ کړي.  د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند فراه او هرات ولایتونو ته له خپل درې ورځني سفر وروسته د دوشنبې په ورځ ماذیګر مهال بېرته پلازمېنې کابل ته راستون شو.