د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د روان لمریز کال د میزان میاشتې په ۱۹مه نېټه د قوش‌تېپې کانال د لومړي فاز د ګټې اخیستنې او د دوهم فاز د چارو د پيل پرانیسته وشوه

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۹ - ۱۴:۳۶
5U2A2525

په یادو مراسمو کې د ریاست‌الوزراء پر اقتصادي مرستیال سربېره د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د کورنیو چارو وزیر خلیفه صاحب سراج‌الدین حقاني، د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد، د استخباراتو لوی رئیس محترم ملا عبدالحق وثیق، د کانونو او پټرولیم وزیر شیخ شهاب‌الدین دلاور، د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند، د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف، د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم، د صنعت او سوداګرۍ وزیر الحاج نورالدین عزیزي، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر ملا حمیدالله اخوندزاده، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال الحاج شیرمحمد عباس ستانکزی، د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور، د افغانستان بانک لومړی مرستیال نور احمد آغا، د ریاست‌الوزراء د دفتر لوی رئیس محترم ډاکتر عبدالواسع، د بلخ والي الحاج محمد یوسف وفا، د ملي پراختیا شرکت رئیس محترم عبدالرحمن عطاش، د بلخ علماوو شورا رئیس او غړو، والیانو، علماوو، مشرانو، سپین‌ږیرو او ګڼ شمېر نورو امارتي او ملکي مسوولینو ګډون کړی و. محترم ملا صاحب په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو ته د خپلو خبرو پر مهال وویل، د قوش‌تېپې کانال د افغانانو د لسیزو خوب تعبیر دی، دا د هغوی د ستړیاوو او خولو پایله او د ځان بسیاینې په لور د پورته کېدونکو ګامونو یوه بېلګه ده. افغانستان په ډېرو برخو کې په وارداتو تکیه دی چې یوه برخه یې خوراکي توکي دي، په داسې حال کې چې افغانستان یو کرنیز هېواد دی او پرېمانه اوبه لري. اسلامي امارت د یو خودکفا افغانستان لپاره د اوبو مدیریت او د کرنې ودې ته پوره پاملرنه کړې ده، چې د دغه کانال جوړېدل یې تر ټولو ښکاره مثال دی. محترم ملا صاحب د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه، د دې کانال د پيل پر مهال له ما سره د بودیجې او په وخت یې د کارونو د بشپړولو په اړه اندېښنه وه، خو عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله له مالي اړخه پوره اطمینان راکړ او موږ یې هم د ملي پراختیا شرکت له رښتینو او متعهدو کارکوونکو سره یوځای د جوړېدو په چارو پيل وکړ، چې دادی اوس یې الحمدلله لومړی فاز بشپړ شو.  د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په خبره، د دې کانال د جوړولو موخه چاته زیان رسول نه‌ دي، بلکې یوازینۍ موخه یې د افغانستان سرلوړي، د افغانانو ځان بسیاینه او د افغانستان له طبیعي سرچینو په‌ ښه ډول ګټه اخیستل دي. هغه زیاته کړه، د ویاړ ځای دی چې له څلوېښت کلن ناورین وروسته دومره ستره پروژه د افغانانو له لوري ډیزاین، پلې او ټول مصارف یې له ملي بودیجې تمویلېږي.  د غونډې په پای کې محترم ملا صاحب وویل، زه ټول افغان ولس، په پروژه کې زیارکښو انجنیرانو او په ځانګړي ډول د ملي پراختیا شرکت رئیس محترم عبدالرحمن عطاش ته د دغه کانال د لومړي فاز د بشپړېدو او د دوهم فاز د پیل مبارکي وایم. دا کانال د ټولو افغانانو ویاړ او افتخار دی او ټول به یې د بشپړولو لپاره کلک ملاتړ کوو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۱:۴۹
Background image

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د دلتا انټرنشنل کمپنۍ له اجرائیوي رئیس سره وکتل

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان کال د عقرب میاشتې په دوهمه نیټه، د سعودي عربستان «دلتا انټرنشنل» کمپنۍ له اجرائیوي رئیس شاهر التقي سره په داسې حال. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۷:۵۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د کابل فولاد اوسپنې ويلې کولو فابريکې دويم فاز پرانيست

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ميزان مياشتې په ۲۸مه نېټه هرات ولايت ته د خپل سفر پرمهال په هرات صنعتي پارک کې د کابل فولاد اوسپنې ويلې کولو فابريکې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاپي پروژې د چارو پرمخ بیولو کې به افغانانو ته هم د کار زمينه برابره شي

د  رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د ميزان مياشتې په ۲۸مه نېټه د ترکمنستان هېواد له ملي رهبر قربانقلي بردي محمدوف سره وکتل.

د دې ليدنې پرمهال د ټاپي. . .

BACK TO NEWS