د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه

dpmea_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۳ - ۱۰:۵۴
5U2A9819

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او د اجنډا سره سم پر ټاکل شوو موضوعاتو بحث وشو. په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د اقتصاد وزارت په مشرۍ دې د ترانسپورټي ستونزو د حل په موخه جوړه شوې کمېټه دې د ترانسپورټ په سکټور کې شته ستونزې وڅېړي او خپل راپور دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي. همدا راز د بې اسنادو موټرو د ګمرکي محصول پروسه او اړوندو چارو وخت د شته کړنلارې پر اساس د ۱۴۰۲ لمریز کال تر پایه تمدید شو. همدا ډول په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د کانونو او پټرولیم وزارت د غور ولایت د سرب او جستو کان داوطلبۍ اړوند مجموعي راپور او د تصمیم نیونې معیارونه د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت او د اقتصادي کمېسیون غړو وزارتونو سره شریک کړي؛ څو د نهايي تصمیم نیونې په موخه له هر اړخیزې ارزونې وروسته د اقتصادي کمېسیون په راتلونکې ناسته کې پرېکړه وشي. همدا راز په غونډه کې د افغانستان برېښنا شرکت لخوا د نوري فایبر لین په کرایې او اجارې ورکولو د اقتصادي طرحې په اړه تر هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه چې د اقتصاد وزارت په مشرۍ د افغانستان برېښنا شرکت، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او افغان ټيلي کام شرکت استازي دې د نوري فایبر موضوع وڅېړي او راپور د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ته وړاندې کړي. د غونډې په پای کې د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې د نوي کابل ښار جوړولو اړوند هغه ودانیزې پروژې چې ځمکې یې د قبالو د تضمین په شان د تصفیې قانوني اسناد ولري، د کور او ښار جوړولو وزارت کولای شي چې د دا ډول پروژو او چارو مربوطه اسناد د منظورۍ په موخه په مقطعي ډول اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي او له منظورۍ وروسته ته دې عملاً خلکو ته د کار اجازه ورکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS