د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت پنځمه اداري غونډه ترسره شوه

5

نېټه: 2022، سپټمبر 26مه

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د دفتر عمومي ریاست سرپرست مولوي ذبیح الله په مشرۍ اداري ناسته ترسره شوه. ناسته د قرآن عظیم‌شان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه او لومړی د مالي او اداري چارو ریاست د تېرې اداري ناستې د عملي شویو پرېکړو د ارزونې یادونه وکړه او د اړوندو ریاستونو له مسؤولینو یې غوښتنه وکړه، چې د اداري ناستو له لوري شوې پرېکړې په خپل وخت عملي او راپور یې دې د دفتر له عمومي ریاست سره شریک کړي.

یادې غونډې ته د پلان، پالیسۍ او حقوقي چارو ریاست له لورې د وړاندې شوو موضوعاتو په اړه تر پوره سلا مشورو وروسته لازمې پرېکړې وشوې.

د اقتصادي معاونیت د دفتر عمومي ریاست له لوري ټولو ریاستونو ته په وخت او دقت د کارونو ترسره کولو په اړه لازمې سپارښتنې وشوې او غونډه په اختتامیه دعا سره پای ته ورسېده.