د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت څلورمه اداري غونډه ترسره شوه

نېټه: 2022، اګسټ 22مه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د دفتر عمومي ریاست مرستیال مولوي ذبیح الله په مشرۍ نن دوشنبه د 1444 قمري کال د محرمالحرام په 24مه نېټه د کنفرانسونو په عمومي تالار کې څلورمه اداري غونډه ترسره شوه.

ناسته د قرآن عظیم‌شان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه او لومړی د مالي او اداري چارو ریاست له لوري له بیرونیو ادارو سره د ښې همغږۍ پر رامنځته کولو او د اقتصادي معاونیت د خاص سکرتریت له لوري د وظیفوي تداخل نه کولو په اړه مفصل بحث وشو.

یادې غونډې ته د مطبوعاتو او تشریفاتو، مالي او اداري چارو، پلان، پالیسۍ او حقوقي چارو او همدارنګه اقتصادي چارو ریاستونو له لوري د وړاندې شوو موضوعاتو په اړه تر پوره سلا مشورو وروسته لازم تصامیم ونیول شول.

د اقتصادي معاونیت د دفتر عمومي ریاست له لوري ټولو ریاستونو ته په وخت او دقت د کارونو ترسره کولو په اړه لازمې سپارښتنې وشوې او غونډه په اختتامیه دعا سره پای ته ورسېده.