د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون د 1444 هـ ق کال لومړۍ غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

fdpm_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۰ - ۹:۴۲
86

نېټه: 2022، اګسټ 10مه

په دغه غونډه کې د «مصطفی صادق عظیمي سوداګریز شرکت » له لوري پر اوږدمهالې پانګونې، هېواد ته د بې کیفیته تېلو د واردولو پر مخنیوي، بهر ته د زړې اوسپنې د لېږد پر بندېدو او د زړې اوسپنې سوداګرو د ستونزو پر معقول حل مفصل بحثونه او لازمې لارښوونې وشوې.

د اقتصادي کمېسیون په دغه ناسته کې د کانونو او پټرولیم وزارت ته لارښوونه وشوه، چې د ټاپي پروژې مشرتابه پلاوي ته د ا.ا.ا استازي د معرفي کولو په اړه په ټاپي پروژه کې د شریکو هېوادونو څخه د معلوماتو په کولو، دا جوته کړي چې د افغانستان لخوا یاد پلاوي ته په کومه سطحه استازی معرفي شي. یاد وزارت دې مطلوب معلومات د اقتصادي کمېسیون په راتلونکې غونډه کې د کمېسیون غړیو ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۵
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په اتمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۳
Background image

په اسلام کلا بندر کې د لس زره ټنه په ظرفیت د نفتو او ګازو د زېرمو جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د هرات ولایت په اسلام کلا بندر کې د نفتو او ګازو د تخلیې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۲۱
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د پوهنې وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي شریکانو له. . .

BACK TO NEWS