د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال په افغانستان کې د خصوصي سکتور له استازو سره ولیدل

fdpm_admin
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳۱ - ۱۱:۱۶
Private Sector

نېټه: د 2021 کال د ډسمبر 5مه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند پرون د افغانستان خصوصي سکتور له استازو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. محترم ملا برادر اخوند سوداګرو او صنعتکارانو ته ښه راغلاست ووایه او د اسلامي امارت لخوا یې د هر اړخیز ملاتړ ډاډ وکړ.

 د سوداګرو او صنعتکارانو په استازولۍ بیا ښاغلي محمد یونس مهمند، خان جان الکوزي، برهان او عصمت الله وردګ له اسلامي امارت څخه د سوداګرۍ او صنعت په برخه کې د رامنځته کړل شویو ګمرکي او ټرانزیټي اسانتیاوو په تړاو مننه وکړه. دوی پر دې سربېره په بانکي سیسټم، د پیسو په لېږد او تجارت کې هم خپلې ستونزې په پوره جزیاتو سره شریکې کړې.

د سوداګرو او صنعتکارانو د ستونزو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته محترم ملا برادر اخوند د افغانستان اسلامي امارت لخوا د خصوصي سکتور اړوند ستونزو د حل په اړه د هر ډول لازمې همکارۍ ډاډ ورکړ او په مجلس کې د اسلامي امارت اړوندو موجودو جهتونو ته یې هدایت وکړ، چې د سوداګرو د ستونزو په حل کولو کې جدي اقدام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۵
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په اتمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۳
Background image

په اسلام کلا بندر کې د لس زره ټنه په ظرفیت د نفتو او ګازو د زېرمو جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د هرات ولایت په اسلام کلا بندر کې د نفتو او ګازو د تخلیې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۲۱
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د پوهنې وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي شریکانو له. . .

BACK TO NEWS