د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د ۲۰۲ګڼې حکم پر اساس د ملي تدارکاتو کمېسیون جوړ شو

dpmea_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۲ - ۱۳:۵۳
dsc02041

د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د ۲۰۲ګڼې حکم پر اساس  د ملي تدارکاتو کمېسیون جوړ شو. د ملي تدارکاتو کمېسیون چې مشري یې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په غاړه ده، موخه یې د شفافیت تامینول، مؤثرو خدمتونو وړاندې کول، تدارکاتي ستونزو ته د حل لارو موندل او تدارکاتي چارو فعالیت او  تنظیم ده.  د یاد کمېسیون غړي د مالیي او اقتصاد وزارت سرپرست وزیران، د چارو ادارې لوی رئیس او د پروژې پر بنسټ د اړوند سکتوري وزارت سرپرست دي او د روان لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۲مه نېټه به یاد کمېسیون خپله لومړنۍ ناسته ترسره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS