د لویو لارو د بیارغونې اړتیا ته کتنه

لیکنه: امان الله حنیفي

سریزه

ترانسپورټ او ترانزیټ د یو هېواد په اقتصادي وده کې خپل ځانګړی ارزښت لري او په دغه برخه کې پانګونه یې د سیمه‌ییزې او نړیوالې سوداګرۍ فرصتونه زیاتوي. په نړیواله کچه ډېری هېوادونه د مسافرو او سوداګریز ترانسپورټ لپاره له سمندري، هوايي، ځمکني او ریل پټلۍ شبکو څخه استفاده کوي؛ خو افغانستان چې بهر ته مستقیم لاسرسی نه لري، یوازې له هوايي، ځمکني او ریل پټلۍ هغو څخه یې کار اخلي.  دا چې له څلورو لسيزو جګړو وروسته په افغانستان کې په لومړي ځل يو پياوړی او متمرکز اسلامي نظام حاکم شوی او د هېواد په ګوټ ګوټ کې ډاډمن امنيت ټينګ دی، نو اسلامي امارت په اقتصادي برخه کې د ځان بسياينې لپاره د نورو هڅو ترڅنګ ترانسپورټي او ترانزيټي پرمختګ ته هم ډېر پام اړولی دی. موږ په همدې مقاله کې د ځمکني ترانسپورټ او په ځانګړي ډول د سړکونو پر خرابوالي، د هغه له امله پر رامنځته شوو ستونزو او دا چې د هغوی بیارغونې او جوړولو ته څومره اړتیا ده؛ کتنه کړې.

د لویو لارو اوسنی وضعیت

افغانستان د هوايي او ریل پټلۍ ترانسپورټي شبکو په پرتله له ځمکني ترانسپورټ څخه ډېره استفاده کوي، چې په دې برخه کې یې ټول تمرکز او تکیه پر سړکونو ده. سره له دې چې د سړکونو جوړولو اهمیت د افغانستان په اقتصادي وده او پراختیا کې خورا ارزښتناک دی، خو څومره چې لازمه ده، تر اوسه هومره پام نه دی ورته شوی. د نړیوالو راپورنو له مخې، د افغانستان د لویو لارو ۵۴ سلنه د نه پاملرنې له کبله ویجاړ شوي او بیارغونه غواړي او که جدي پاملرنه او بیارغونه یې ونشي، پاتې برخې یې هم له منځه ځي. طبیعي پېښې، له اندازې زيات بار، د باروړونکو موټرو ګړنديتوب، زيات تګ راتګ او د لارو په جوړولو کې د لږ کيفيت لرونکو موادو کارول د لويو لارو د ويجاړېدو اصلي لاملونه دي. په افغانستان کې نه یوازې دا چې جوړ شوي سړکونه بیارغونې ته جدي اړتیا لري؛ بلکې ډېری ولایتونو او لرې پرتو ولسوالیو ته هېڅ پوخ سړکونه نه دي جوړ شوي. د یادو ولایتونو او لرې پرتو ولسوالیو خلک ډېر په سختۍ سره د خامو او لوړو ژورو لارو په واسطه د خپلو ضرورتونو رفعه کولو لپاره بازارونو ته ځانونه رسوي. دوی وايي د سړکونو نه جوړېدو له امله ورته د ژوند حتی لومړني خدمات هم نه دي رسېدلي.  پردې سربېره، په لویو لارو عام هېوادوال او د باروړونکو موټرو څښتنان له ډېر ستونزو سره مخ دي او شکایت کوي چې د لارې خرابېدو یې پر کاروبار بد اغېز کړی دی. دوی د کابل – کندهار او کابل – هرات لویې لارې د بېلګې په ډول یادوي او وايي چې پر دې لارو تګ یې په شپو شپو وخت اخلي.

د لویو لارو او سړکونو د بیارغونې او جوړولو اړتیا

افغانستان د خپل جیوپولټیک جغرافیوي موقعیت له مخې د سیمې هېوادونو ترمنځ د نښلوونکي پل حیثیت لري. نو که چېرې د ځمکني ترانسپورټ په برخه کې چې ټوله تکیه یې پر سړک ده، د يو منظم سیستم پر بنسټ پانګونه وشي، په کم وخت کې به د سيمه ييز اتصال په څلور لارې بدل شي او په اقتصادي وده کې به مهم رول ولوبوي. دا چې ځمکنی ترانسپورټ عموماً د سړکونو له لارې ترسره کيږي، افغانستان هم د زرهاوو کيلومټرو په اوږدوالي سيمه يیز، ولايتي او محلي سړکونه لري چې کولی شي د هېواد بېلابېلې سيمې له یو بل سره ونښلوي. که د سړکونو جوړولو او بیارغونې له لارې د هېواد ټولې سیمې له یو او بل سره ونښلول شي، پرته له شکه چې په وخت او ښه کیفیت سره به په لرې پرتو سیمو کې مېشتو هېوادوالو ته د ژوند لومړني خدمات ورسېږي. په لرې پرتو سیمو کې به ښوونیز فعالیتونه پيل شي، روغتیايي مرکزونه به جوړ شي، سوداګري به وده وکړي، سیاحت به ورسره وغوړېږي او په مجموع کې به د ټولو هېوادوالو د ژوند کچه لوړه شي. د سړکونو او لویو لارو په جوړولو او بیارغونې سره به ټولې لرې پرتې سیمې له مرکز سره ونښلول شي. هېڅوک له دې انکار نشي کولی چې د یو هیواد ټولنیز، اقتصادي، فرهنګي، سیاسي او سوداګریز پرمختګ کې د معیاري سړکونو جوړښت مهم رول لري. په افغانستان کې تر ټولو ډېر لېږد رالېږد د سړکونو پر مټ ترسره کیږي، نو پر همدې اساس د سړکونو جوړول او بیارغونه د یو هیواد په اقتصاد، کرنه، سیاسي وضعیت، امنیت او پرمختګ کې ستره ونډه لري او په دې سره د یوې سیمې سوداګریز او کرنیز توکي بلې سیمې ته په ښه او اسانه ډول لېږدول کېږي.  

 د لویو لارو او سړکونو پر جوړولو او بیارغونه عملاً کار پيل شوی

سره له دې چې پر اسلامي امارت د نړیوالو لخوا په ډېری برخو کې بندیزونه لګېدلي؛ خو د اسلامي امارت رهبرۍ او مسوولینو د دې بندیزونو او ستونزو باوجود هم د هېواد بیارغونې ته کار ویلی او په دغه برخه کې شپه او ورځ هڅې کوي. د ترانسپورټ سکټور او په ځانګړي ډول د لویو لارو او سړکونو جوړول او بیارغونه چې اقتصادي خودکفایۍ ته د رسېدو لپاره یو مهم فکټور دی، اسلامي امارت ورته جدي پاملرنه کړې او عملاً یې د لویو لارو لکه: کابل – کندهار لویې لارې د بیارغونې کارونه پيل کړي دي. دغه لویه لار د هېواد جنوب له مرکز، شمال او شمال شرق سره نښلوي چې اوس یې عملاً کارونه پيل شوي او په نېږدې راتلونکي کې به یي چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. اسلامي امارت د کابل – کندهار پر لویې لارې سربېره په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونو لرې پرتو ولسوالیو ته هم د سړک جوړولو کارونه پيل کړي، په ټول هېواد کې د ویجاړو شوو سړکونو د سروې او ډیزاین چارې روانې دي چې یو پر بل پسې به ورغول شي.