د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه

dpmea_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۶ - ۱۷:۲۴
5U2A2157

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه د ۱۴۰۲ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. د ملي تدارکاتو کمېسیون په یاده نوبتي غونډه کې له اجنډا سره سم پر ۲۴ پروژو مفصل بحث وشو، چې د ۹پروژو قراردادونه یې منظور، د ۲ پروژو قراردادونه لغوه او د پاتې نورو پروژو په اړه ګډو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، څو یې  تخنیکي ارزونه ترسره او خپل راپور  د ملي تدارکاتو کمېسیون راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي. په منظور شوو پروژو کې د کانونو او پټرولیم وزارت، لوړو زده کړو وزارت، ټولګټو چارو وزارت، پوهنې وزارت، افغان ملي بانک، د افغانستان برښنا شرکت او کابل ښاروالۍ بېلابېلې پروژې شاملې دي، چې ټولیز ارزښت یې سلګونو میلیونو افغانیو ته رسېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۸:۴۰
Background image

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له لوري د امام ابوحنیفه درېیم ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د میزان میاشتې په ۱۵مه نېټه د امام ابوحنیفه درېیم ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو. په. . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۱۶:۷
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا لس میلیاردو افغانیو په ارزښت یوشمېر پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ، ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا لس میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۱۲ پروژو قراردادونه منظور او د ۱۵ هغو تعدیل کړل. د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۱ - ۱۳:۵۸
Background image

په کابل ښار کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د میزان میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته له اجنډا سره سم په کابل، سرپل او جوزجان ولایتونو کې. . .

BACK TO NEWS